د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۳۲

ذبیح‌الله مجاهد: پر ژورنالېستانو او فعالانو بریدونه د طالبانو نوم بدۍ لپاره کېږي


د عکس ښي لورته د ازادي راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي او چپ لور ته د طلوع نیوز د پخوانی ویاند یما سیاووش

د افغان حکومت امنیتي چارواکو وسله وال طالبان تورنوي، چې په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لري.

په تېرو دوو میاشتو کې د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان په بېلابیلو سېمو کې پرلپسې څو تنه ژورنالیستان او مدني فعالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول.

د افغانستان امنتیې ادارې وايي، طالبانو د امریکا سره د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې له تړون وروسته په ښارونو او ګڼ میشتو سیمو کې د لویو بریدونو پر ځای هدفي وژنو ته مخه کړې.

دوی همدارنګه وايي طالبان غواړي پر دولت له دې لارې فشار زیات کړي.

خو خپله طالبان په دې اړه اړه څه وايي؟

ایا دوی د ژورنالیستانو او مدني فعالانو د وروستیو وژنو تر شاه دي؟

ایا غواړي له دې لارې پر افغان دولت او د بیان پر ازادۍ فشار راوړي؟

دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې اجمل اند په یو مرکه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه کړي.

دا مرکه دلته اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG