د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د نړيوال کرکټ تاريخ کې چا ډېرې لوبې کړي؟


آرشیف
آرشیف

د هغو ۱۰ کرکټرانو نومونه اعلان شول کوم، چې د نړيوال کرکټ په تاريخ کې يې تر ټولو ډېري لوبې کړي دي.

سچن ټنډولکر، مهيلا جوردني،کمارسنګکارا، سانات جياسوريا، ريکي پونټينګ، مهندرا سينګ ډهوني او شاهد افرېدي هغه لوبغاړي دي چې پر ترتیب سره په لیست کې شامل شوي.

ټنډولکر تر ټولو ډېري ۶۶۴ نړيوالې لوبې ترسره کړي چې ۳۴۳۵۷ منډي يې ترسره کړي او ۲۰۱ ويکټې يې ترلاسه کړي.

جوردني بيا ۱۹۹۷ز څخه تر ۲۰۱۵ پورې ۶۵۲ نړيوالې لوبې ترسره کړي، چې ۲۵۹۵۷ منډې يې کړي،۱۴ ويکټې او ۴۴۰ کېچونه يې نيولي.

سنګکارا د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وو.

نوموړي د ۲۰۰۰ز څخه بيا ۲۰۱۵ز پوري د سريلانکا لپاره ۵۹۴ لوبې کړي چې ۲۸۰۱۶ منډې يې کړي او ۶۰۹ کېچونه يې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG