تېره ورځ د لیورپول فوټبال لوبډلې په خپل کور کې تاتنهام لوبډلې ته دوه د یو په مقابل کې ماته ورکړه.
د راپورونو له مخې په ۲۶مه دقیقه کې محمد صلاح د لیورپول په ګټه لومړی ګول وکړ او په ۹۰ دقیقه کې بابي فرمینو د همدې ټیم په ګټه بل ګول ترسره کړ.
د تاتنهام لوبډلې لوبغاړی، سون هیونګ مین په ۳۲ دقیقه کې وتوانېده چې یو ګول وهي، خو د لوبې تر وروستۍ یادې لوبډلې د بل ګول چانس ترلاسه نه کړ.