په خوست کې د څو بېلابېلو ولایتونو له ۱۵ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د خوست لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.
د خوست د فوټبال فدارسیون مسوول عبدالفتاح واکمن نن پنجشنبه(د لېندۍ ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د پنځلس کلنو فوټبال سیالۍ له څو ورځو را په دې خوا په دې ولایت کې روانې وي او تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د ښاغلي واکمن په خبره ده، په یادو سیالیو کې د نورستان، لغمان، میدان وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و.