د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د افغانستان د پېن پانګ ملي ټیم ازبکستان ته ځي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د افغانستان د پېن پانګ ملي ټیم ازبکستان ته لاړ شي.

د افغانستان د پېن پانګ فدارسیون رئیسې هلینا کاکړ نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغان ځوانانو نهه کسیزه لوبډله به د دولسو ورځو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.

مېرمن کاکړ وايي چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو په دوستانه سیالیو او تمریناتي کمپ کې ګډون دی، څو د ۲۰۲۱ میلادي کال اسیاسي لوبو ته چمتوالی ونیسي.

دغه سفر د افغانستان د ملي المپیک کمېتي او د ازبکستان د پېن پانګ فدارسیون په ملاتړ ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG