د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د فوټسال لیګ؛ د کابل صداقت لوبډلې د سرپل باستان ته ماته ورکړه


د افغانستان د فوټسال د غوره لیګ سیالیو په دوام د کابل صداقت لوبډلې د سرپل باستان لوبډلې ته یو د ۱۴ په مقابل کې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز معشوف نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې تېره ورځ د لسو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې پيل شوې او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

ښاغلی معشوف زیاته کړه، د نن ورځې په دویمه لوبه کې د کابل ظاهر اسد لوبډله د پنجشنیر له پيروزي لوبډلې سره لوبه کوي.

د نوموړي په وینا د دې لوبو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال جام په سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG