په قطرکې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له یوې لنډې وقفې سره د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د نا امنیو د زیاتوالي راپورونه ورکول کېږي.
دا چې د دغو ناامنیو د زیاتوالي تر شا څه عوامل پراته دي؟ د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري په دې اړه د امنیتي او دفاعي چارو له پوه او د افغانستان د دفاع وزارت له پخواني ویاند جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې.
نوموړی یې په پیل کې د څو عواملو یادونه کوي، دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: