د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

مزار کې د باولېنګ ٣ ورځنی روزنیز پروګرام پيل شو


آرشیف
آرشیف

د افغانستان شمال زون لوبغاړو لپاره د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د باولېنګ ملي فدراسیون له لوري یو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.

د دغه فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د باولېنګ فدراسیون د یو شمېر روزونکو لخو پرمخ وړل کېږي، چې هدف یې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول او د لوغاړو ظرفیتونه لوړول دي‎.

نن د دغه روزنیز پروګرام لومړۍ ورځ وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د باولېنګ ملي ټیم ټاکنیزې سیالۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې په کابل کې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG