د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۰۵

کابل د رزمي لوبو یو لړ سیالۍ شوي


آرشیف

کابل تېره شپه د رزمي لوبو د یو لړ سیالیو کوربه و.

لوبې د اس.ال.اف.سي یا سنولیوپارډ سازمان له خوا ترسره شوې، چې پر افغان لوبغاړو سربېره شپږ ایراني لوبغاړي هم وربلل شوي و.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې دا لوبې په ټلویزیون او یوټیوب ښکارولې.

په تر ټولو مهمو لوبو کې افغان لوبغاړي نصرالله توخي خپل ایرانی سیال په سبمیشن وګاټه.

په همدې چل باندې یوه بل افغان لوبغاړي فرامرز محمد هم د خپل ایرانی سیال سجاد عباسي په وړاندې لوبه وګټله.

اسماعیل حیدري هم خپل ایرانی سیال د سوک په ضربې ناک اوټ کړ. دوو افغان لوبغاړو عبدالاحد فاروقي د ایراني لوبغاړي شاهین نجفي او عاقل شاه هم د ایراني لوبغاړي محمد دالوند په وړاندې ماتې وخوړه.

د لوبې مرکزي سیالي د اتلولۍ په کمربند باندې د دوو افغان لوبغاړو ذکي رسولي او واحدالله نژند تر منځ وه چې تر پنځو رونډونو سختې مبارزې وروسته نژند د نومرو په اساس ګټونکی وپيژندل شو.

XS
SM
MD
LG