- ګارډین
ګارډین ورځپاڼې یو مطلب لیکلی چې د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن ته خبرداری ورکړل شوی چې هېواد یې مکلف دی په افغانستان کې د جنګي جرمونو د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، د بشري حقونو د څار ادارې مورېسن ته لیکلي چې د هغه وروستیو خبرو خواشیني کړي.
مورېسن ویلي، حکومتیې په اوسنۍ مرحله کې افغان کورنیو ته د تاوان په ورکولو غور نهکوي.
د استرالیا د دفاع وزارت په راپور کې د دې هېواد د ځانګړو ځواکونو یوه ډله د افغانستان په خاوره کې د لږ تر لږه ۳۹ کسانو د وژنې مسؤله بلل شوې ده.
د استرالیا د پوځ عمومي قوماندان جنرال ریک بور په دې وروستیو کې ویلي چې ۱۳ تنه استرالیایي سرتېري به ښایي د همدې پېښې په تړاو له دندې لیرې شي.
د بشري حقونو څار بنسټ له سکاټ مورېسن څخه غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د دې پېښې په تړاو له لوړپوړو قوماندانانو څخه د تحقیق زمینه ځانګړي پلټونکي ادارې ته برابره شوې وي.
په دې خبرداري کې د تحقیقاتو په ترڅ کې د هر ډول سیاسي او پوځي مداخلې پر مخنیوي ټینګار شوی دی.
په افغانستان کې ولسمشر اشرف غني ویلي چې مورېسن ډاډ ورکړی چې عدالت به پلی شي.
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو اډو په ایستلو سره، د ځمکې پر سر د دعوا میراث له ځانه پرېږدي.
د ورځپاڼي په لیکنه، د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف ځمکې ونیولې او سلګونه پوځي اډې یې پرې جوړې کړې.
ورځپاڼه زیاتوي، ډېری دغه ځمکې اوس د افغان ځواکونو په اختیار کې دي.
نیویارک ټایمز لیکي، کلیوالو خلکو د زیانونو د تاوان اخیستلو او د خپل ملکیت د بېرته ترلاسه کولو لپاره کلونه مبارزه کړې.
ورځپاڼي د کونړ ولایت د وټهپور ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي جمال خان له قوله لیکلي چې ځمکهیې د ده د کورنۍ یوازنۍ اقتصادي سرچینه وه.
لیکوال زیاتوي، شاوخوا ۱۰ کاله دمخه زرهي موټر یوه ورځ ناوخته د ده د جوارو پټیو ته ننوتل او سیمهیې په اغزن تار کلابنده کړه.
نیویارک ټایمز د جمال خان په حواله لیکلي چې دا د دوی شخصي ځمکې دي، نو څنګه دغو پوځیانو په سمدستي ډول ونیولې؟
د جمال خان په خبره، ځواکونو نور څه ونهویل.
ورځپاڼه لیکي، له افغانستان څخه د زرګونه امریکایي ځواکونو د وتلو سره سره، لا هم هغه ملکیتونه چې هغوی نیولي وو، خپلو څښتنانو تهیې بېرته نهدي ورکړل شوي او په بدل کې دا ځمکې افغان ځواکونو ته انتقال شوې دي.
د ورځپاڼي په لیکنه، د پنټاګون یو ویاند راب لودویک د ځمکې پر سر د دعوا پوښتنه د افغانستان حکومت ته راجع کړه.
لیکوال زیاتوي د افغانستان دفاع وزارت له پرلهپسې غوښتنو سره سره په دې اړه تبصره نهده کړې.