د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۱۹

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ کې بېګا شپه ۶ لوبې شوي


ارشیف

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ کې بېګا شپه شپږ لوبې وشوې.

په تر ټولو جالبو لوبو کې یوونتوس درې پر صفر د لالیګا یا هسپانیې استازې بارسلونا ته ماته ورکړه.

د یوونتوس دوه ګولونه کریستیانو رونالډو ووهل.

هغه تر لوبې وروسته په خپل ټوېټر لیکلي: "په کمپ نو کې د یوه تر ټولو ښې لوبډلې په وړاندې لوبه تل ستونزمنه وه خو موږ نن د اتلانو یو ټیم وو."

رونالډو له دې مخکې د اتلانو په لیګ کې د بارسلونا پر وړاندې په پنځو سیالیو کې ګول نه و وهلی خو بېګا وتوانېد دوه ګولونه ووهي او خپل ټیم بریا ته ورسوي.

په بله لوبه کې بیا مانچستر یونایټیډ ټیم درې پر دوه له لایپژیک ماته وخوړه.

د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ سږ کال د کرونا د محدودیتونو په خاطر ډېر وختونه د ننداره چیانو له حضور پرته ترسره کیږي خو په اروپا او ټوله نړۍ کې یې میلیونونه کسان په ټلویزیون باندې ګوري.

XS
SM
MD
LG