د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۰۴

فرانسوي څارنوالانو د ۱۴ کسانو لپاره د بند جزا وغوښته


ارشیف

د فرانسې څارنوالانو د ۱۴ کسانو لپاره له پنځو کلونو تر عمري بند د جزا غوښتنه وکړه.

د فرانسې څارنوالانو د دغو ۱۴ مشکوکو کسانو لپاره له پنځو کلونو نیولې تر عمري قید پورې د جزا غوښتنه پرون سې شنبه وکړه.

دغو کسانو ته د قید د جزا دا غوښتنه د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ میاشت کې د هغې مهمې حملې په تړاو شوې، چې په فرانسه کې د څو نورو تروریستي حملو پیلامه شوه.

محکمه به په دې اړه راتلونکې اوونۍ خپل حکم صادروي.

د شارلي ابدو اونیزې پر دفتر په هغه حمله او د یهودانو په یوه مارکیټ کې د خلکو د یرغمل نیولو په پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي وو.

د دې اوونیزې له خوا د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د کارټونونو خپرولو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانان په غوسه کړي وو.

په هغه حمله کې دخیل درې واړه حمله کوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شول، په ډزو یوه پولیس افسره هم وژل شوې وه.

دغه ۱۴ مشکوک کسان چې په سپټمبر میاشت کې یې محاکمه پیل شوه، په دې تورن دي، چې د شارلي ابدو اوونیزې پر دفتر یې حمله کوونکو او یرغمل نیوونکو ته لوژستیکي امکانات برابر کړي وو.

د دغو کسانو له ډلې ډېرو یې اعتراف کړی، چې حمله کوونکو ته یې د وسلو، موټرو او نورو وسایلو په برابرولو کې مرسته کړې، خو دوی ویلي چې د حمله کوونکو په پلانونو نه وو خبر.

د دغو ۱۴ کسانو له ډلې درې مشکوک کسان په غیاب کې محاکمه کېږي.

څارنوالانو د ترکي الاصله فرانسوي، ۳۵ کلن رضا پولاد لپاره د عمري بند جزا غوښتنه کړې ده.

د فرانسې څارنوالانو دوو نورو مشکوکو کسانو ته چې لا یې ځایځایګی معلوم نه دی، یوه ته د عمري بند او بل ته د ۳۰ کلونو بند جزا غوښتنه کړې ده.

په سیکولر فرانسه کې، د کارټونیستانو وژل کېدو ډېرو کسانو ته سخت ټکان ورکړ.

د دې اوونیزې له خوا د کارټونونو خپرول په تېره اکتوبر میاشت کې د بلې حملې سبب شوه، چې یوه چچین زلمي په پاریس کې له خپل یوه ښوونکي سر پرې کړ.

دغه ښوونکي تر دې پېښې څو ورځې مخکې د حضرت محمد کارټون د بیان د ازادۍ په اړه د تدریس پر مهال زده کوونکو ته ښوولی و.

دغه حمله کوونکی چې د پولیسو په ډزو وژل شوی و، تېره دوشنبه د ده په پلرني ټاټوبي چچنیا کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG