د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۵۳

افغانستان

"ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ لغوه کول د اداري فساد مخنیوي لپاره شوې"

آرشیف،د هرات د ګمرک یوه څنډه

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ د لغوه کولو پرېکړه د اداري فساد د مخنیوي لپاره شوې ده.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي برايي ازادۍ راډیو ته وویل، کابینې په دې پرون سې شنبه پرېکړه وکړه.

هغه زیاته کړه: "کابینې دا پرېکړه د مالیې وزارت په وړاندیز وکړله، هیله من یو چې د کمېشنکارانو په ختمولو سره د اداري فساد په له منځه وړلو کې مثبت بدلون راشي او تجار له هغې اسانتیا چې مالیې وزارت په ګمرکاتو کې راوستلې، په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي، د اموالو په طی مراحل کې هم ښه والی او شفافیت راشي."

راپورونه وايي، که څه هم د افغانستان په قوانینو کې د کمېشنکارانو موجودیت، قانوني بڼه نه درلوده، خو دوی په ۱۳۸۳ل کال کې کاري جوازونه اخیستي وو.

دوی د پیسو په بدل کې د تجارانو مالونه په ګمرکاتو کې پروسس کول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کندهار والي: دامان کې د دولت تصفیوي عملیات پیل شوي

په کندهار کې افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار والي وايي، په دامان ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې د ملي امنیت د موټرو په ورکشاپ کې چاودنه وشوه.

د کندهار والي روح اله خانزاده په دې اړه رسنیو ته وویل: "زموږ د ملي امنیت د موټرو پر ورکشاپ موټربم برید شوی چې ځاني زیان نه لري، ساحه تر کنټرول لاندې ده، تصفیه روانه ده، تر اوسه څلور انتحاري بریدګر وژل شوي دي."

په کندهار کې د شوې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.

ولسي جرګې بیا د ۱۴۰۰ زیږدیز کال مالي بودجه رد کړه

د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې بیا ځلي د ۱۴۰۰ زیږدیزکال مالي بودجه رد کړه.

د دې جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون مشر میر افغان صافي نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل، د دوهم ځل لپاره یې بودجه ځکه رد کړې چې د مالیې وزارت هغه ستونزې نه دي حل کړې چې د جرګې له خوا په ګوته شوې وې.

د ښاغلي صافي په خبره، د معاشونو نه مساوي والی، د ۲۱ زره تشکیلاتو کمښت، د هغه ادارو شتون چې ولسي جرګې نه دي تصویب کړي او د ملي دسترخان پروګرام هغه ټکي دي چې له امله یې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي بودجه رد کړه.

د ولسي جرګې له خوا، د ۱۴۰۰ زیږدیز کال مالي بودجه د لومړي ځل لپاره د مرغومي په لسمه د انډول نه درلودو له امله رد شوه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ۴۵۲.۶ میلیارده افغانۍ تخمین شوي دي.

ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو ۵۷ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

ارشیف، د ارزګان مرکز ترینکوټ، عکس تئزیني بڼه لري

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت ۵۷ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په ترڅ کې د دې ولایت د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار ۷۲ پروژې پلي شوي چې په کې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو او انارو دوه صفر درجې سړې خونې جوړول او پر یو شمېر بزګرانو د مېوو او سبو د ۱۵ لمریزو وچوونکيو الو وېشل شامل دي چې له دې ډلې د ۵۷ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د ښاغلي رستمي په خبره د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۲میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۱۶ افغانۍ ده چې د یو زر او ۵۸ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې وړتیا لري.

نوموړی زیاتوي، یادې پروژې چې د کرنې وزارت له خوا طرحه او تمویل شوي.

د دې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې او د کلیو د پراختیایي شوراګانو په مرسته پلي شوي دي.

کندز کې پر یوه راډیو برید؛ رسنۍ: حکومت دې د پېښې عاملان ونیسي

په کندز کې د زهره راډیو دننه مات وسایل

په کندز کې د زهره په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو د وسایلو تر تخریب وروسته د رسنیو مدافع ډلو له حکومته غوښتي چې د پېښې عاملان ونیسي او راډیو ته د اوښتي زیان تاوان ترې وغواړي.

نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په رسنیو باندې برید په هر دلیل چې وي د بیان پر ازادۍ برید دی.

د نی د اعلامیې له مخې حکومت باید په زهره راډیو باندې د برید عاملین ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

نی وايي، دوی ته راپورونه رسیدلي چې په زهره راډیو باندې د برید عاملانو غوښتل د کیهان او چراغ په نوم په دوه نورو سیمه ییزې راډيو ګانو باندې هم حمله وکړي.

د زهره راډیومسوول محسن احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ماسپيښين د فیروزکوهي دیني مدرسې د ملا امام په لمسون باندې یوه ډله خلکو د دوی په راډیو برید وکړ، ټول وسایل یې مات کړل چې له امله یې خپرونې بندې شوې.

په کندز کې لمونځ کوونکو د ملاامام په لارښوونه پر يوه راډیو برید کړى

له برید وروسته د راډيو دننه خونه

په کندز کې لسګونو لمونځ کوونکو نن د یوه ملاامام په لارښونه د زهرې په نوم پر یوې خصوصې راډيو برید وکړ.

د زهرې راډيو مسوول مدیر محسن احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ډلې د فیروز کوهي دینې مدرسې د ملاامام په لمسون په داسې حال کې پر راډيو یرغل وکړ چې د لمانځه پرمهال راډیو خاموشه وه.

هغه وویل: "د جومات ملاامام له ټولو لمونځ کوونکو سره دننه راغلل. پر راډیو یې یرغل وکړ او ټول وسایل یې له منځه یوړل. دوی لیدل چې راډیو خاموشه ده خو بیا یې هم دا کار وکړ. هېچا ونه ویل چې راډیو خاموشه ده نو حمله ولې پرې کوئ."

ښاغلي احمدي پر سیمه يیزو چارواکو او د رسنیو د ملاتړ پر ټولنو غږ وکړ، چې د دې پيښې د پلټنې په برخه کې جدې اقدام کړي.

زهره راډیو او فیروز کوهې مدرسه دواړه د کندز ښار په فیروز کوهې کوڅه کې دي او له یوبل څخه کابو ۵۰ متره واټن لري.

ارزګان چارواکي: ګېزاب کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف

د ارزګان ولایت چارواکي، په ګېزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځوسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ارزګان والي محمدعمرشېرزاد نن جمعه آزادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو ته دا تلفات د تېرو لسو ورځو په عملیاتو کې اوښتي دي.

هغه زياتوي: "د عملیاتو په نتیجه کې ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ته ورپېښ ګواښونه له منځه ولاړل. شاوخوا پنځوسو وسله وال چې د دوی قوماندانان هم پکې شامل وو، یا ټپیان شول یا وژل شوي دي."

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، چې به دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي: بلخ کې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف

افغان چارواکي په بلخ ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې لسو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې وايي، چې افغان ځواکونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد او پلاس سیمو کې له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې یې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

بیان زیاتوي، چې په نښته کې لس نور وسله وال نیول شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي: په غزني کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ښار يوه څنډه. ارشيف

تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د دې قول اردو په خبره یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي.

د تندر قول اردو ویاند، اېمل خان مومند نن سهار رسنیو ته وویل، پر دغو وسلوالو هوايي حملې وشوې.

هغه زياتوي: "په اندړو ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی، همدارنګه په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه ډلمشر په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او یو عراده فولډر [موټر] یې هم له منځه وړل شوی دی."

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً څرګندونې نه دي کړي.

د ناټو ملکي استازى: هدفي وژنې هېڅ راز توجیه نه لري

د عکس ښي لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او چپ لور ته د ناټو ملکي استازى

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې یې د سولې د بهیر او په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ.

ستیفانو پونتې کوروو پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي، ناټو په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

هغه وروستیو هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې دا حملې هېڅ راز توجیه نه لري او ګټه یې هېچا ته نه رسېږي.

د ناټو ملکي استازی په داسې حال کې په افغانستان کې هدفي وژنو ته اشاره کوي، چې په قطر کې د سولې د مستقیمو خبرو له پیلېدو سره سره په وروستیو څه باندې دوو میاشتو کې د دې حملو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې ډېر خبریالان، مدني فعالان او دولتي چارواکي وژل شوي دي.

افغان حکومت غور ته د وروستي پېښې د څېړلو لپاره پلاوى لېږي

عزت‌الله بیک

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د غور د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیګ د وژل کېدو په اړه د څېړنو په مقصد، د ولسمشراشرف غني د حکم په اساس غور ولایت ته یو پلاوی استوي.

د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې تېرماښام خپره شوه ویلي دي، چې د ملي امنیت شورا د دفتر د پوځي سرمفتش په مشرۍ پلاوی به غور ولایت ته سفر وکړي او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه به څېړنې وکړي.

د ملی امنیت شورا پرون له دې مخکې پر ټویټر لیکلی و، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل د ولایتي شورا غړی عزت الله بیګ د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمان عطشان او د غور غږ راډیو د خبریال بسم الله ایماق د وژنې په تور ونیسي خو هغه پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او په نتیجه کې ووژل شو.

ايران: د پخوا په څېر د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ د سولې ملاتړ کوو

د عکس ښي لور ته میرویس ناب او چپ لور ته بهادر امينيان

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي، چې هېواد یې په افغانستان کې د اساسي قانون پربنسټ او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي ساتلو په صورت کې د پخوا په څېر د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ښاغلي امینیان دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیوچارو له سیاسي معین میرویس ناب سره د کتنې پرمهال کړې دي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې د ایران د سفیر له قوله ویلي، چې تهران د سولې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې دایمي سوله او د اوربند ټینګېدل غواړي.

د بیان له مخې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د ترانزیتي همکارۍ د پراختیا په اړه هم بحث وشو.

له دې مخکې تل د ایران او طالبانو د نږدې اړیکو په اړه راپورونه ورکړل شوي او ادعا شوې ده، چې تهران د دې ډلې ملاتړ کوي.

ایران د طالبانو د ملاتړ تورونه بې بنسټه بللي دي.

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ راتلونکې اونۍ پيلېږي

آرشیف

په پام کې ده چې د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ د راتلونکې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي دا درې لوبې به د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶ مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېر ماښام آزادۍ راډیو ته د دې لوبو پر اهمیت خبرې وکړې.

هغه وویل: "دا لوبې د دواړو هېوادونو لپاره خورا ارزښتناکې او مهمې لوبې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له څو ورځو را په دې خوا په متحده عربي اماراتو کې خپل تمریناتي کمپ پیل کړی دی. انشاالله له ښه چمتووالي سره به د آیرلنډ پروړاندې د لوبو ډګر ته ووځي."

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړی راشدخان په دې لوبو کې د ګډون لپاره پرون متحده عربي اماراتو ته ورسېد او محمدنبي، مجیب ځدراڼ او د ملي لوبډلې نور غړي له دې مخکې هلته ته رسېدلي دي.

دا لوبې د پلازمېنې ابوظبي د شېخ زاهد په کرکټ لوبغالي کې پلان شوې دي.

کورنیو چارو وزارت د خبریالانو خوندیتوب ته ګامونه اوچت کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له اړوندو نورو ادارو سره یې د خبریالانو خوندیتوب ته ګامونه اوچت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دوی د یوې نوې تګلارې له مخې دا چاره پيل کړې او په خبره یې د خبریالانو په وړاندې هر ډول ګواښونه ثبت او تعقېبیږي.

ارین زیاتوي: "کورنیو چارو وزارت تاوتریخوالي ته د رسېدو د همغږۍ مرکز له لارې خبریالانو او مدني فعالانو ته ور پېښ ګواښونه څیړي، موږ ته د ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه خبریالانو امنیت مهم دی او دې برخه کې له خبري بنسټونو او مدني ټولنو سره کار کوو."

په تېرو څو میاشتو کې هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په ګډون پنځه خبریالان او درسنیو کار کوونکي په مستقیو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د دغو وژنو پیښې څیړي.

حنیف اتمر: روان تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنې د سولې پر خبرو باور کم کړی

حنیف اتمر او د سویډن د بهرنیو چارو وزیره ان لینده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، روان تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنو دوحه کې د سولې پر خبرو د افغانانو باور کم کړی دی.

حنیف اتمر د سویډن د بهرنیو چارو له وزیرې ان لینده (Ann Linde) سره ټیلیفوني خبرو کې دا اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دا وضعیت د سولې پایله "له ستونزو او جدي ننګونو" سره مخ کولای شي.

دواړو خواوو د خبریالانو او فعالانو د هدفي وژنو پر زیاتېدو هم اندېښنه ښودلې او ښاغلي اتمر هیله څرګنده کړې چې سویډن له نورو هېوادونو سره په ګډه افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند په چارو کې همکاري وکړي.

ښاغلي اتمر پرون کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر سره هم ورته اندېښنې شریکې کړې وې.

دا لیدنې کتنې د افغان حکومت د هغې تګلارې یوه برخه ده چې غواړي د سولې خبرو د بریا لپاره د سیمې او نړۍ اجماع او نظرونه سره یو کړي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي پروژو د پرانیستې مراسم

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې پرانیستل شوې.

دغو کې یوه پروژه د اقینې-اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونه‌یې تازه بشپړ شوي او دوه نورې پروژې د (۵۰۰ کیلو ولټه) په ظرفیت د برښنا د لېږد او نوري فایبر دي.

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.

شاوخوا میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د رېل پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی یې درلود.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG