د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۵

نړۍ کې د بشر حقونو د سرغړونکو ځپلو په موخه نوی سیستم جوړ شو


د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د هغه سیسټم له جوړولو سره هوکړه کړې، چې دغې ټولنې ته زمینه برابروي، په نړۍ کې د بشري حقونو پر سرغړوونکو بندیزونه ولګوي.

د اروپايي ټولنې شورا پر دغه سیسټم یا میکانیزم د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر موافقې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: "دا سیسټم اروپايي ټولنې ته زمینه برابروي هغه اشخاص، شرکتونه، د دولتي او غیردولتي عاملانو په ګډون نورې ادارې چې د جدي بشري حقونو د سرغړونو مسوول وګڼل شي، په دغو سرغړونو کې ښکېل وي، یا هم ورسره ارتباط ولري، په نښه کړي، دا که دا سرغړونې په هرځای کې شوې وي."

دغه نوی میکانیزم چې له بشري حقونو د سرغړوونکو د شتمنیو کنګل کېدل او د ویزو بندیز هم په کې شامل دي، د ډسمبر پر لسمه د بشري حقونو د ورځې په مناسبت رسماً د تطبیق وړ دی.

ژوزیپ بوریل
ژوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لوی استازي پرون په بروکسل کې پر نوي میکانیزم تر موافقې وروسته وویل: "ښه خبر دا دی چې موږ د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د بندیزونو نړیوال نظام تایید کړ، دقیقاً کال مخکې مو پر دغه سیسټم سلا کړې وه، کال وروسته مو دا دی تایید کړ، دا یوه تاریخي موافقه او د خپل ډول له مخې لومړۍ هغه ده. فکر کوم چې اروپايي اتحادیې ته به اجازه ورکړي چې په نړۍ کې د بشري حقونو جدي سرغړونې او تخطۍ په نښه کړي او دا هره قضیه جلا جلا نه څېړي چې پر هرې یوې بې پایه بحثونه وشي."

د اروپايي ټولنې هغو چارواکو چې له دې موضوع خبر دي، ازادۍ راډیو ته ویلي، چې سم د لاسه به پر اشخاصو یا هم شرکتونو بندیزونه نه لګول کېږي، بلکې د ۲۰۲۱م کال له لومړیو به تور لیست ته د نومونو ورزیاتول پیل شي.

دغه مجازاتوونکي اقدامات د ډله ییزو وژنو، د بشریت پرضد جرمونو، له بشري حقونو د جدي سرغړونو او یا هم تخطۍ لکه شکنجې، غلامۍ، له عدالت هاخوا قتلونو او په خپلسري ډول د خلکو د نیولو په څېر اعمالو ته په پام کې نیول شوي دي.

د اروپايي ټولنې دا میکانیزم به پر ځینو هېوادونو له مخکې د لګول شویو بندیزونو ځای ونه نیسي، لکه په سوریه، بېلاروس او ونزویلا کې چې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو له مخکې ځینې بندیزونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG