د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۲۳

"امریکا د وتلو لپاره په بېړه کې ده خو طالبان مخ پر وړاندې روان دي"


نړیوالې ورځپاڼې

لاس انجلس ټايمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بریدونو او فعالیتونو په زیاتېدو یوه مقاله لیکلې ده.

مقاله په دې سرلیک پيل شوې چې پر افغانستان تر بریدونو دوه لسیزې وروسته امریکا د وتلو لپاره په بېړه کې ده خو طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د لاس انجلس ټایمز په دې مقاله کې د طالبانو څو وروستیو بریدونو له هغې ډلې د کندهار په سنګېسار کلي کې د دې ډلې د اکتوبر خونړیو بریدونو ته اشاره شوې ده.

ورځپاڼې په سیمه کې د طالبانو د یوه قومندان ادعا هم راخیستې چې ویلي یې دي دوی ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان دي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د فبروري په ۲۹ په دوحه کې یو تړون وکړ چې له مخې یې تر را روان پسرلي د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو ژمنه وشوه.

طالبانو ویلي چې امریکا د دغه تړون په اساس ژمنه ده چې د دوی په اهدافو به بریدونه نه کوي چې په بدل کې به یې طالب وسله وال هم بهرني پوځیان هدف نه ګرځوي.

لاس انجلس ټایمز لیکلي له کله چې امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی خپل ټول پوځي عملیات یې درولي او دې کار اورپکو ته لار هواره کړې چې د افغان حکومتي عسکرو پر ضد بریدونه زیات کړي.

په مقاله کې راغلي سره له دې، چې د امریکا جنګي الوتکې د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد ځینې بېړني هوايي بریدونه کوي خو د امریکا او د نورو متحدینو له اډو پوځیان خپلو کورونو ته د ستنېدو تابیا نیسي.

تمه ده د جنوري تر پنځلسمې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر دوه نیمو زرو ته راکم شي.

د افغانستان حکومت او د امریکا نورو متحدینو له هغې ډلې ناټو په وار وار په دې وروستیو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وختي وتلو اندېښنه ښودلې.

ان تر دې چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت جاري ساتي او د ترهګرۍ پر ضد د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

سټارز انډ سټرايپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د امریکا د هوايي ځواکونو یوه افسر ته د هوایي ځواکونو د یوه تر ټولو عالي پوځي مډال د ورکړې په اړه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه دا امریکایي پوځي ډلګی مشر الکسي جرمنوویچ Alaxey Germanovich دی چې په افغانستان کې یې د یو نیم سل امریکايي او افغان کمنډویانو ژوند ژغورلی دی.

سټارز اند سټرایپس لیکلي چې الکسی ۲۰۱۷ کال د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د امریکايي او افغان کمنډویانو تر عملیاتو وروسته له سیمې د ۱۵۰ سرتېرو د ایستلو لپاره کامیابه هلې ځلې وکړې.

هغه وخت افغان او امریکايي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د هدفونو د له منځه وړلو لپاره عملیات کول.

د ورځپاڼې په لیکنه ډلګي مشر الکسي څو واره ځان په خطر کې واچاوه او وتوانېد د مخالفینو په هدفونو باندې هوايي بریدونه همغږي کړي.

ده همداراز یو ټپي عسکر شاوخوا اوه سوه متره په اوږه کړی و څو یې هیلېکوپټرې ته ورسوه.

سټارز انډ سټرایپس د امریکا د هوایي ځواک په حواله لیکلي چې تمه ده همدا پنجشنبه الکسي جرمنوویچ ته په کنون هوايي اډه کې د پوځ له غوره مډالونو یو ورکړل شي.

د پوځ دا عالي مډال چې د هوايي ځواک یو صلیب دی په وروستیو شلو کلونو کې د امریکا د هوايي ځواکونو یواځې دولسو منسوبینو ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG