د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۳۳

د پکتیکا امنیت کې د وژل شوي قوماندان عید محمد خان رول څه و؟


د عیدمحمدخان مړی عزیزالله کاروان مقبرې سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو 

په پکتیکا کې د ارګون زون د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عید محمدخان چې د ډسمبر په لسمه د شپې له خوا ګیان ولسوالۍ ته د اکمالاتو پر مهال د طالبانو په کمین کې ووژل شو، په دې ولایت کې له مهمو امنیتي کسانو څخه وو.

عیدمحمدخان له اتلسو کلونو راهیسې په دې ولایت کې امنیتي دندې ترسره کړې وې او د سیمه ییزو پولیسو په جوړولو کې يې اساسي رول درلود.

د عیدمحمدخان مړی داسې مهال عزیزالله کاروان مقبرې سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو چې جنازې ته يې زرګونه خلک ورغلي وو.
د عیدمحمدخان مړی داسې مهال عزیزالله کاروان مقبرې سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو چې جنازې ته يې زرګونه خلک ورغلي وو.

عیدمحمدخان په پکتیکا کې اوږده کلونه د افغان ځواکونو د مشهور قوماندان عزیز الله کاروان مرستیال وو چې نوموړی دوه کاله مخکې کابل کې ترور او ووژل شو.

نن د یکشنبې(د لېندۍ ۱۶مه) په ورځ د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې عید محمدخان د ولس په ژبه پوه شخص وو او د خلکو په همکارۍ توانیدلی وو چې په دې ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو د جذب له لارې د پکتیکا امنیتي ساحه پراخه کړي.

عیدمحمدخان له اتلسو کلونو راهیسې په دې ولایت کې امنیتي دندې ترسره کړې وې
عیدمحمدخان له اتلسو کلونو راهیسې په دې ولایت کې امنیتي دندې ترسره کړې وې

شاه محمد ارین زیاته کړه، عیدمحمدخان اوس مهال د اورګون زون د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان وو چې د شنبې په شپه ګیان ولسوالۍ ته د اکملاتو پر مهال د دوی کاروان د طالبانو کمین سره مخامخ شو، تر سهاره جګړه وشوه او د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو په خوا کې عیدمحمدخان هم ووژل شو.

ښاغلی ارین وویل، د عیدمحمدخان مړی داسې مهال عزیزالله کاروان مقبرې سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو چې جنازې ته يې زرګونه خلک ورغلي وو.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG