د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

امریکا په بغداد کې د خپل سفارت د مامورینو شمېر کم کړی


بغداد کې د امریکا سفارت
بغداد کې د امریکا سفارت

د امریکا متحدو ایالتونو په بغداد کې د خپل سفارت د مامورینو شمېر کم کړی دی.

د امریکا متحد ایالتونه په داسې حال کې چې په عراق کې یې له ایراني او عراقي ملېشه ډلو سره کړکېچ زیات شوی د بغداد له سفارت څخه خپل یو شمېر کارکوونکي باسي.

په عراق کې د امریکا سفیر متیو ټیولر د رسنیو له وروستیو راپورونو وروسته پرون په موقت ډول د کارکوونکو د کمولو موضوع تایید کړه.

په هغه ویدیو کې چې د امریکا د سفارت په فیسبوکپاڼه کې خپره شوې، ټیولر ویلي، دی او د دیپلوماتانو اصلي ټیم او پوځي سلاکاران به خپلو دندو ته دوام ورکړي.

څرګنده نه ده چې په عراق کې د امریکا له دې تر ټولو ستر سفارت څخه څو سوه دیپلوماتان ایستل شوي دي.

خو امریکا په داسې وخت کې په عراق کې د خپل سفارت د کارکوونکو او دیپلوماتانو شمېر کموي چې ولسمشر دونالډ ټرمپ منتخب ولسمشر جو بایډن ته د واک تر سپارلو وړاندې پر ایران فشار ډېروي.

جوبایډن
جوبایډن

بایډن ویلي چې په جنورۍ کې د سپینې ماڼۍ د واګو له ترلاسه کولو وروسته به هڅه وکړي چې له ایران سره خبرې پیل کړي.

اټکل کېږي چې بایډن به په دې شرط د ایران او سترو قدرتونو د ۲۰۱۵ اتومي موافقې ته بېرته وروګرځي چې ایران د موافقې شرطونه تطبیق کړي.

ټرمپ په ۲۰۱۸ کال له دې موافقې په یو اړخیز ډول ووت.

په سیمه کې ترینګلتیا وروسته له دې زیاته شوه چې تېره اوونۍ د ایران اتومي ساینسپوه محسن فخري زاده تهران ته نژدې ووژل شو.

ایران تور لګولی چې فخري زاده د اسراییل له لوري وژل شوی او په غیر مستقیم ډول امریکا هم تورنوي.

دې مسلې دا احتمال پیدا کړی چې د ایران نیابتي ملېشې به غچ واخلي.

XS
SM
MD
LG