د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د جولان په غونډيو کې د رمو څرولو لپاره ټکنالوجۍ کارول کېږي


آرشیف
آرشیف

ټکنالوجي نه یوازې په ښارونو کې د خلکو ژوند بدل کړی بلکې اوس په کلیو کې هم د رمو په څرولو کې ورڅخه استفاده کېږي.

اوس د جولان پر غونډیو د غواوو د څار لپاره د سپو غپا نه اورېدل کېږي بلکې پر ځای یې له ډرون کمرو استفاده کېږي.

ډرون کمرې له لیرې په ریموټ کنټرولېږي.

ډرون کمرې په هوا کې غواوې څاري او په ژوندۍ بڼه یې ويډیو د غواوو څېښتن ته لېږي.

د اسرایل نُعام ازران د بیف فري ارګو شرکت مشر دی چې د ډرون کمرو په واسطه حیوانان څاري.

د شپون یا سپي په پرتله ډرون کمرې د څارویو لپاره داسې وضعیت رامنځته کوي چې هغوی د فشار احساس ونه کړي.

یو حیوان چې لږ تر فشار لاندې وي، هغومره روغ وي.

ازران وايي، له متحده عربي اماراتو څخه هم د څارویو ساتونکو د ډرون له طریقه د حیوانانو له څار سره لېوالتیا ښودلې.

متحده عربي اماراتو له اسرایل سره په سپتمبر میاشت کې رسمي اړیکې پیل کړې.

له دې طریقه خلک کولای شي په درو کلیکونو کې خپل څاروي وپيايي، لارې او هغه ځای انتخاب کړي چې د غواوو ګله پکې راټوله شي او د څار نور ټول کار په هوا کې زموږ ډرون کوي.

دا شرکت چې د اسرایل په روش پینا سیمه کې دی، پر خپلواکو ډرون شپونکیو جوړولو کار کوي.

د ازران په وینا دا ډول ډرون شپونکي به د خلکو وخت، پیسې او انرژي وسپموي او په چټکۍ سره به ګلې او رمې تر بېلابېلو سیمو تېروي.

XS
SM
MD
LG