د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي.
د لوګر د والي ویاند دیدارلونګ نن د پنجشنبې (د لېندي ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغالی په ۳۰ جریبه ځمکه کې د مالیې وزارت پراختیايي بودجې په ۶۸ میلیونو افغانیو جوړېږي.
ښاغلی لونګ زیاتوي چې د کرکټ دغه لوبغالی به په یو وار د شااوخوا پنځو زرو نندارچیانو د ځاېدو ظرفیت ولري او چارې به یې په یوکال کې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مسولینو د معلوماتو له مخې د لوګر ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په معیاري لوبغالو کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.