په کابل کې پینګ پانګ ټاکنیزې لوبې پای ته ورسېدې.
د افغانستان د پینګ پانګ د فدراسیون سرپرستې لینا کاکړ نن ازادي راډیو ته وویل، دا لوبې د قوس په ۶ د بدنې روزنې عمومي ریاست جمنازیوم کې پیل او د شپږو ورځو پورې یې دوام درلود.
د اغلې کاکړ په خبره، په دې لوبو کې د کابل په ګډون له له ۱۵ ولایتونو ۱۶۵ لوبغاړو ګډون ګړی و.
هغه زیاتوي، یادې لوبې د مختلفو عمرونو او کټګوریو، د ځوانانو تر منځ د پینګ پانګ ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو ټاکلو په موخه ترسره شوې.
د دې لوبو پای کې لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو لوبغاړو ته په ملي ټیم کې غړیتوب او اړوند فدراسیون لخوا کپ او ستاینلیکونه ورکړل شول.