په ټوله فرانسه کې زرګونه کسانو د نوي امنیتي قانون پر خلاف مظاهره وکړه.
په فرانسه کې دا تازه کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې په یوه خپره شوې وېډیو کې پولیس په پلازمېنه پاریس کې د موسیقۍ د یوه تورپوستي پروډیوسر د وهلو او ښکنځلو په حال کې ښکاري.
مظاهرهچیانو له حکومته د هغه امنیتي قانون د فسخه کېدو غوښتنه وکړه چې له مخې یې د پولیس افسرانو د څېرو خپرولو لپاره د خبري رسنیو حق محدودېږي.
په زرګونه کسان د پلازمېنې پاریس په مرکزي میدان او شااوخوا سړکونو کې راټول شول، د فرانسې درې رنګه بیرغونه او د پولیسو د زورزیاتي په اړهیې شعارونه لېږدول چې پرې لیکلي وو: "پولیس هر ځای، خو عدالت هېڅ ځای نه" او یا هم پرې لیکلي وو: "پولیسي دولت".
فرانسه کې مظاهرې
وروسته له هغې چې پرون ځینو مخ پټو مظاهرهچیانو خنډونه ودرول او اور شیندونکي وسایلیې وکارول پولیسو د هغوی د تیتوپرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون تېره جمعه ویلي وو، د میشل زیکلر (Michel Zecler) په نوم د موسیقۍ د یوه تورپوستي پروډیوسر د ډبولو تصویرونه د شرم وړ دي.
ولسمشر مکرون په ټویټر کې لیکلي وو "فرانسویان باید د کرکې یا هم نژادپالنې پراختیا ته هېڅکله اجازه ورنهکړي".
د پولیسو لهخوا د دغه تورپوستي د ډبولو وېډیو تېره پنجشنبه خپره شوه چې په فرانسه کې د خلکو د غوسې او غندنې سبب شوه.
په دې قضیه کې د ښکېلو پولیسو دندې، خپله د پولیسو د داخلي څېړنو تر بشپړېدو پورې ځنډول شوې دي.
د میشل زیکلر د ډبولو وېډیو د فرانسې په پولیسو کې د سیستماتیکې نژادپالنې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
تېره سې شنبه د پولیسو د ظلمونو بله وېډیو هم خپره شوې وه چې هغه د پاریس له یوه میدانه په زوره د پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه وه.
په فرانسه کې د نوي امنیتي قانون مخالفان وايي، که د امنیتي قانون ۲۴مه ماده مخکې تصویب شوې وی، دغسې وېډیوګانې به اوس خپرې شوې نهوې.
دغه ماده د پارلمان د ولسي جرګې لهخوا تصویب شوې، اوس د مشرانو جرګې تصویب ته انتظار ده.
د قانون د دې نوې مادې له مخې، د پولیسو د جسمي یا هم رواني زیانمنولو په نیت د دندې پر مهال د پولیسو د عکسونو خپرول یا له نورو سره شریکول د ۴۵،۰۰۰ یورو جریمې یا هم یو کال بند سبب کېدای شي.