د نړۍ د فوټبال یو بېساری لوبغاړی دیګو مرادونا د ۶۰ کلونو په عمر مړ شو.
د ارجنټاین د پخواني کپټان، مرادونا زړه پرون په پلازمېنه بونیس ایرس کې ودرېد.
ارجنټاین چې په ۱۹۸۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام خپل کړ، مرادونا یې کپټان و.
په ۱۹۹۰ کال کې هم مرادونا د ارجنټاین د ملي ټیم کپټان و چې دا لوبډله تر فاینل ورسېده او له جرمني څخهیې پابلوبه بایلوده.