د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د چین ولسمشر جوبایډن ته د امریکا انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه


د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن، مرستیاله‌یې کمالا هریس او د کابینې یو شمېر غړي یې.
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن، مرستیاله‌یې کمالا هریس او د کابینې یو شمېر غړي یې.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن ته د نومبر د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

د چین دولتي رسنۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر شي جین پېنګ خپل پیغام جوبایډن ته استولی او په‌کې یې ویلي دي، هیله‌من دی چې د امریکا او چین اړیکې داسې پراخې شي چې د دواړو له ګټو سره همغږه وي او د نړیوالې ټولنې له هیلو سره سمې وي.

په راپورونو کې راغلي چې د چین مرستیال ولسمشر وانګ کیشین بیا کمالا هریس ته د امریکا د مرستیال ولسمشرې په توګه د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مخکې جوبایډن ته مبارکي ورکړې وه، خو د چین ولسمشر شي جین پېنګ تر اوسه انتظار و، ځکه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ لاهم د انتخاباتو پر نتیجو انتقاد لري او محکمو ته‌یې مخه کړې ده.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ
د چین ولسمشر شي جین پېنګ

ولسمشر شي وروسته تر دې جوبایډن ته د مبارکي پيغام واستاوه چې ولسمشر ټرمپ په رسمي ډول منتخب ولسمشر جوبایډن ته د واک د لېږد له چارو سره موافقه وکړه.

خو ولسمشر ټرمپ لاهم په ټاکنو کې خپله ماتې نه‌ده منلې. د ده ادارې د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول اجازه ورکړه چې د بایډن ادارې ته دې واک انتقال شي. تر دې وروسته منتخب ولسمشر ته لاره هواره شوه چې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، لګښت واخلي، د دفتر ځای تعیین کړي او دا اجازه خپله کړي چې له فدرالي چارواکو سره وویني.

د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د چین ولسمشر د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په دوهمه ورځ ډونالد ټرمپ ته مبارکي ورکړې وه.

شي جین پېنګ د نړۍ له مهمو مشرانو څخه وروستی یو دی چې بایډن ته‌یې مبارکي ورکړه، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا مبارکي نه‌ده ورکړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملېن د سې شنبې په ورځ وویل چې تر هغو به صبر وکړي چې د انتخاباتو د نتیجو په وړاندې قانوني ګواښ دفع شي.

جوبایډن په غیر رسمي ډول د امریکا متحده ایالاتو د نومبر د درېیمې نېټې د انتخاباتو ګټونکی بلل شوی دی.

د ډسمبر په ۱۴مه به د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ رسمي نتیجه اعلان شي او بیا به نوی منتخب ولسمشر د جنوري په ۲۱مه د لوړې مراسم ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG