د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

کابل کې د غېږ نيونې ۶م پړاو لوبې پای ته ورسېدې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې د غېږ نيونې شپږم پړاو لوبې پای ته ورسېدې.

د غېږ نيونې يا پهلوانۍ فدراسیون ویاند اقبال احمد منوچهر نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې د کابل له ۱۳ ورزشي کلبونو څخه ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

د ښاغلي منوچهر په خبره، د دې لوبو په پای کې ۴۰ لوبغاړو د کابل د غېږ نيونې د منتخبې لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړی زیاتوي، دا ورزشکاران له ۴۰ تر ۱۰۰ کیلو ګرام بېلابېلو وزنونو کې درې ورځې ولوبېدل.

دا لوبې د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غورو څېرو ټاکلو په موخه ترسره شوې وې.

XS
SM
MD
LG