د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

کابل کې د پینګ پانګ لوبدلې ته د لوبغاړو د غوراوي لپاره سیالۍ پېل شوې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې د پینګ پانګ ملي لوبدلې ته د لوبغاړو د غوراوي لپاره، د نارینو او مېرمنو د پنځلسم پړاو سیالۍ تېره ورځ پېل شوې.

د ملي المپیک کمېټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو لوبو کې له ۱۵ ولایتونو ١٠٣ نارینو او ٣٦ مېرمنو ګډون کړی.

د نوموړي په خبره، دا لوبې چې په بېلابېلو ګټه ګوریو کې دي، شپږ ورځې به دوام وکړي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې له دغو لوبغاړو به شل غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته غوره شي.

XS
SM
MD
LG