په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لوبې وسایلو یوه تولیدي فابریکه پرانېستل شوه.
دغه فابریکه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په مالي همکاري جوړه شوې ده چې په یوه ورځ کې د سل بېټونو او وېکټو د تولید ظرفیت لري.
د ننګرهار د صنعت او سوداکرۍ رئيس محمد حسن محسن وایي، دم ګړۍ دغه فابریکه یوازې د ننګرهار بازارونو لپاره د کرکټ لوبې وسایل چمتو کوي او هڅه دا ده چې د تولید ظرفیت لوړ او نورو ولایتونو ته هم واستول شي.
دا فابریکه داسې مهال په کار پیل کوي چې له دې وړاندې د کرکټ د وسایل په ګډونو د نورو لوبو توکي له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران، چین او پاکستانه افغانستان ته را واردېدل.