د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

ډونالد ټرمپ د امریکا منتخب ولسمشر "جوبایډن" ته واک سپاري


د عکس ښي لور ته ډونالد ټرمپ او کین لور ته جوبایډن
د عکس ښي لور ته ډونالد ټرمپ او کین لور ته جوبایډن

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بالاخره ومنله چې د منتخب ولسمشر جوبایډن ټیم ته د لېږد رسمي پروسه پیل کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تر انتخاباتو نږدې درې اوونۍ وروسته پرون دوشنبه ومنله چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن ټیم ته به د انتقال پروسه پیل کړي.

ټرمپ چې تر اوسه‌یې د ولسمشرۍ د نومبر د درېیمې په انتخاباتو کې خپله ماتې نه‌ده منلې وویل چې د انتقال د پروسې د پیلولو لپاره د فدرالي ادارې له پرېکړې سره موافقه کوي.

له دې مخکې د عمومي خدمتونو د ادارې مشرې ایمیلي مورفې بایډن ته خبر ورکړی و چې د جنوري په ۲۰مه د لوړې له مراسمو مخکې یې ټیم د انتقال پروسه رسماً پیلولی شي.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل چې د هېواد ګټو ته په پام دی ایمیلي او د هغې ټیم ته سپارښتنه کوي چې د لومړنیو پروتوکولونو لپاره هر هغه څه چې لازم وي ترسره کړي او هم یې په دې اړه خپل ټیم ته ویلي چې ورته چارې ترسره کړي.

د عمومي خدمتونو د ادارې دغه اقدام د بایډن ټیم ته د دې زمینه برابروي چې بالاخره فدرالي ادارو ته لاسرسی ولري، له چارواکو سره تماسونه ونیسي او د مالیه ورکوونکو له‌خوا تمویل شویو پیسو ته لاسرسی ولري څو له اسانه انتقال سره مرسته وکړي.

دغه پرېکړه همدا شان بایډن او د هغه منتخبې مرستیالې کمالا هریس ته لاره پرانیزي، چې په منظم ډول د ملي امنیت په اړه هغه معلومات چې ټرمپ ته ورکول کېږي، ترلاسه کړي.

جوبایډن او کمالا هریس
جوبایډن او کمالا هریس

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې ډیموکراتانو او یو شمېر جمهوري‌پالو د ټرمپ پر ادارې د انتقال د پروسې د ځنډېډو پر سر فشارونه زیات کړي وو.

هغې پروسې چې د کرونا د خپرې شوې وبا پر وړاندې یې د دې هېواد هڅې او د ملي امنیت د ګواښونو پر وړاندې اقدمات له خطر سره مخ کړي وو.

د بایډن ټیم د دې چې له درې اوونۍ ځنډ وروسته د انتقال د پروسې لپاره دولتي مرسته ترلاسه کوي، هرکلی کوي.

بایډن دا پرېکړه د واک د اسانه او سوله‌ییز انتقال لپاره مهمه بللې ده.

هغه په یوه بیان کې وویل چې د عمومي خدمتونو ادارې منتخب ولسمشر جوبایډن او د هغه منتخبه مرستیاله کمالا هریس په څرګنده د انتخاباتو د ګټونکو په توګه مشخص کړي او راتلونکې ادارې ته لازمې منابعې او لازم ملاتړ چې د قدرت انتقال په اسانه او سوله‌ییز ډول ترسره شي، زمینه برابروي.

د دغې ادارې مشرې مورفي چې په دې اړه د اقداماتو د نه‌کولو پر سر پرې مخکې سخت انتقادونه شوي وويل، د انتقال لپاره د دې پرېکړې د ځنډ تر شا کومه سیاسي انګېزه نه‌وه.

نږدې درې اوونۍ ټرمپ په بې‌ساري توګه هڅه کوله چې د نومبر د درېیمې د انتخاباتو نتیجې باطلې کړي او په یو شمېر مهمو ایالتونو کې یې محکمې ته دعواوې وړاندې کړې وې.

ټرمپ دغه اقدامات سره له دې چې په انتخاباتو کې د درغلۍ او بې‌نظیمو په اړه کره شواهد نه‌دي وړاندې کړي، کول او په یوه ټویټ کې یې وویل، خپله دا قضیه به جدي مخ ته یوسي او ډاډه دی چې دوی به بریالي شي.

ټرمپ په دې توګه بیا وښوده چې ټیم‌یې د انتخاباتو د نتیجې پر سر له راپورته کړې دعوا لاس نه‌اخلي.

XS
SM
MD
LG