د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

افغان چارواکي: طالبان اوس په جګړه کې له بې پېلوټه الوتکو کار اخلي


غزني کې د طالبانو یو انځور- ارشیف
غزني کې د طالبانو یو انځور- ارشیف

افغان امنیتي چارواکي وايي، طالبان اوس په جګړه کې له ډرون یا بې پېلوټه الوتکو څخه کار اخلي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادراې رييس وايي، وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې له کوچنیو بې پېلوټه الوتکو پر حکومتي ځواکونو د بم غورځولو لپاره کار اخیستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ريیس احمد ضیا سراج د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته د طالبانو له لوري په جګړه کې د دې نوي میتود د کارولو په اړه وویل: "هغه بې پېلوټه الوتکې چې دوی یعنې طالبان یې کاروي په ازاد بازار کې موندل کېږي، دا بې پېلوټه الوتکې اساساً د عکاسۍ لپاره دي چې کامرې لري."

ده وویل چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست غواړي چې هېواد ته د دې وسیلې، چې ډېر خوښونکي لري، د واردېدو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، د اکتوبر په وروستیو کې طالبانو د کندوز د ولایت پر مقام د حملې لپاره له بې پېلوټه الوتکې کار واخیست.

سراج د کندوز په حمله کې له ډرون څخه د کار اخیستو راپور تایید نه کړ، خو دا یې ومنله چې طالبانو له بې پېلوټه الوتکو څخه په کندوز او پکتیا کې کار اخیستی دی.

که څه هم دا نوې خبره ده چې طالبان له ډرون څخه په جګړه کې کار اخلي خو نورو سختدریځو ډلو لکه داعش یا اسلامي دولت په ۲۰۱۶ م کال د عراق او سوریې په جنګونو کې له دې وسیلې کار اخیستی دی.

د داعش حضور په افغانستان کې محدود دی خو حملې یې خورا خونړۍ دي.

د افغانستان د ملي امنیت رييس وویل چې افغان ځواکونو د داعش د مشرتابه کړۍ ویجاړه کړې خو د هغو دوهم پوړ مشران ځوانان دي او لا هم فعال دي.

دې ډلې د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د راکټي برید په شمول د وروستیو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG