د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د بشر حقونو کمېسیون: استرالیا باید د وژل شویو افغانانو کورنیو ته غوږ ونیسي


په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو یو انځور- 31Jul2002
په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو یو انځور- 31Jul2002

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د استرالیا دولت دې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ظلمونو په اړه د قربانیانو پر کورنیو غوږ ونیسي او د اړولي زیان د تاوان په برخه کې دې هم اقدام وکړي.

د استرالیا د پوځ په یوه راپور کې ویل شوي چې د شواهدو پر اساس د دې هېواد ځواکونو په افغانستان کې شا او خوا ۴۰ کروندګر او ملکیان وژلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو په لاس د وژنو د قضيې د تعقیب غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې دغه کمېسیون به د بشري حقونو له قانونه د سرغړونې په اړه خپل شواهد د استرالیا له دولت سره شریک کړي.

د استرالیا د پوځ په راپور کې راغلي، کافي شواهد شته چې ښيي د دې هېواد پوځيانو په افغانستان کې ۳۹ زندانیان، ملکیان او کروندګر وژلي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مطبوعاتو رییس ذبیح الله فرهنګ د دې راپور په غبرګون کې پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل چې د قربانیاو کورنیو ته د ځواب ورکولو او زیان د جبران په برخه کې باید اقدامات وشي.

ذبیح الله فرهنګ
ذبیح الله فرهنګ

هغه زیاته کړه: "د استرالیا دولت باید د حقیقت موندلو او عدالت د تامین په برخه کې د قربانیانو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د ارزونې ځانګړی دفتر باید له قربانیانو سره د مستقیم کار په خاطر ټول امکانات برابر کړي، بله مسئله د تاوان ده، د ارزونې د ځانګړي دفتر پرته باید د یوې خپلواکې ادارې له طرفه باید کافي او پرته له ځنډه تاوان ورکړل شي."

د استرالیا د سرتېرو د جنګي جرایمو په اړه د دې هېواد د پوځ راپور د استرالیايي قاضي پاول بریرتون د موندنو پر اساس جوړ شوی دی.

د دې راپور تر خپرېدو وروسته د ارزګان ولایت یوه اوسېدونکي تاج محمد ادعا کړې چې استراليايي ځواکونو په ۲۰۱۲م کال کې د ده ورور وژلی و.

ده ازادي راډيو ته وویل چې د دې قتل عاملان باید عدالت ته وړاندې شي.

هغه وايي: "د استرالیا له جمهوري ریاسته مو غوښتنه دا ده چې زما د ورور په قتل کې دې عدالت تامین کړي، موږ ته دې ووایي چې ولې يې زما ورور وواژه."

عبدالطیف د ارزګان ولایت یو بل اوسېدونکی دی.

دی ادعا کوي چې استرالیايي ځواکونو اته کاله وړاندې د ده پر کور حمله وکړه، پلار یې وروواژه او د ده کور ته یې اور ورته کړ.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګس کمپبل په افغانستان کې د خپل هېواد د سرتیرو چلند د شرم وړ وباله او له افغانانو یې بخښنه وغوښته.

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن مخکې تر دې چې په افغانستان کې د استرالیايي سرتیرو د جنګي جرمونو راپور خپور شي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې قضيې د هر اړخیزې څېړنې او عدالت د تامین ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG