د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۲

په هرات کې د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسیدې


آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) په هرات ولایت کې پای ته ورسیدې.

د افغانستان د سنوکر او بلیارد فدراسیون مطبوعاتي مسؤل مجیب قاری زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۳۲ لوبغاړو په درېیو ګرپونو کې برخه اخېستې وه.

ښاغلی قاری زاده وايي چې دغه سیالۍ د ۷ ورځو لپاره د هرات په ورزشي کلپونو کې ترسره شوې.

د نوموړي په وینا، د سیالۍ په پای کې ۴ تنه د ځوانانو ۲ د تنکیو ځوانانو او ۲ تنه هم له لویانو څخه ملي ټیم ته د غوراوي د سیالیو لپاره غوره شوي.

دغه سیالۍ به د لیندۍ په لسمه نیټه په کابل کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG