د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۵۰

خبرونه

دفاع وزارت: د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز بیا ونیول شو

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز د بیا نیولو خبر ورکړ.

اسد اله خالد نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ولسي جرګې ته وویل: "په کندز کې، طالبان د دشت ارچي ولسوالۍ بازار ته ننوتل، د خدای شکر دی، مخکې تر دې چې زه دلته راشم دا ځای مو بېرته ونیو. له څو ساعته بدلونونو پرته بل څه نه و."

تر دې مخکې د کندز سیمه ییزو چارواکو له طالبانو د دشت ارچي د ولسوالي د مرکز د پاکېدو خبر ورکړی و.

دشت ارچي ولسوالي په شمال ختیځ زون کې د طالبانو یو مهم مرکز بلل کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ساتي

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دونیم زرو ته د خپلو سرتېرو د شمېر له راکمولو وروسته په دې هېواد کې دوه لویې پوځي اډې ساتي.

دا خبره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې پرون د بروکینګس تحقیقاتي انسټیټیوټ له خوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه.

هغه ونه ویل چې دا دوه کومې لویې اډې دي چې امریکایي په افغانستان کې ساتي او نه یې هم په دې اړه چې له دې هېواده د دوه زره امریکایي سرتېرو په وتلو سره به کومي پوځي وړتیاوې کمې شي څه وویل، خو زیاته یې کړه چې دا چې وروسته به څه پېښېږي دا به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن په ادارې پورې تړلې وي.

میلي دغه راز وویل چې متحده ایالات به د سپوژمکیو یا سټلایټونو یو شمېر اډې هم په دې هېواد کې وساتي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې له مخې د را روان ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر نیمایي به په افغانستان کې د څلور نیم زرو امریکایي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته راکم شي.

خو جنرال میلي وویل چې د امریکا پوځ به په افغانستان کې دوو اساسي ماموریتونو ته چې یو یې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او بل د اسلامي دولت ډلې یا داعش او القاعده په وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات دي، دوام ورکړي.

پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی

قطر کې د سولې غونډه

پاکستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د سولې د خبرو د وړاندې تګ لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره شپه په څو ټویټونو کې ویلي چې د خبرو لپاره د کړنلارې پرسر دغه هوکړه د مذاکرتو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو ګډه اراده څرګندوي.

دغه راز ویل شوي چې پاکستان به د بین الافغاني خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د یوه هر اړخېز او پراخ سیاسي جوړ جاړي له لارې یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان ته لاره هواره شي.

د امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون د افغانستان په مسئله کې ښکېلو یو شمېر نورو لورو هم د دغه پرمختګ چې په ۱۹ کلو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان دولت او طالبان یو سند لاسلیک کوي چې په کې د سولې د خبرو کړنلاره روښانه شوې، هرکلی کړی دی.

کرونا وېروس؛ امریکا کې د ناروغانو شمېر له یو لکو واووښت

ارشیف، په امریکا کې په کرونا وېروس اخته ناروغ

د امریکا په متحدو ایالتونو کې پرون چهارشنبې(د لېندۍ ۱۲مه) د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له امله په روغتونونو کې د بستر شوېو ناروغانو شمېر له یو لک کسانو واووښت.

دا په ټوله امریکا کې د دغې ناروغۍ له امله د بستر شوېو یو نوی ریکارډ دی چې روغتونونه او روغتیا پالان یې تر سخت فشار لاندې راوستي.

د کرونا ویروس له امله هم ۲۷۳۳ تنه مړه شوي چې دا هم یو نوی ریکارډ دی او په ورځ کې پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر هم دوه لکه کسانو ته رسیدلی.

په دې توګه په امریکا کې په یوه اوونۍ کې پر کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر له یو میلیون وګړو اوښتی.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز رئیس ډاکټر رابرټ ریډ فیلډ پرون اټکل وکړ چې راتلونکې ورځې به وضعیت له دې هم خراب وي.

هغه زیاته کړه، واقعیت دا دی چې د ډسمبر، جنوري او فبرورۍ میاشتې به ډېرې سختې میاشتې وې.

ریډ فیلډ چې د امریکا د سوداګرۍ د خونې له فونډیشن سره خبرې کولې دغه راز وویل چې د ده په باور دغه درې میاشتې به د امریکا د عامه روغتیا په تاریخ کې تر ټولو ستونزمن وخت وي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې ښایي په فبرورۍ کې په متحدو ایالتونو کې د کوویډ ـ ۱۹ له امله د مړینو شمېر چې اوس ۲۷۳ زره تنه دی، څلور نیم لکو ته ورسېږي.

د ایران نګهبان شورا هم د ملګرو ملتونو د تفتیش ځنډولو لایحه تصویب کړه

د ایران د نګهبان شورا نښان

د ایران د اساسي قانون یوه څارونکي یوه طرحه وړاندې کړه چې په‌کې له حکومته غوښتل شوي، که په یوه میاشت کې پر ایران لګېدلي بندیزونه سست نه‌شي، د ملګرو ملتونو مفتشین دې منع کړي چې د ایران اټمي تاسیسات وڅاري، همداراز دې یورانیم تر هغه زیات غني کړي چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پر مهال ایران له نړیوالو سره موافقه پرې کړې وه.

د ایران نګهبان شورا دا طرحه پرون یوه ورځ وروسته تر دې تصویب کړه چې پارلمان هم موافقه ورسره وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دا پرېکړه د هغو ډیپلوماتیکو هڅو په ضرر بللی چې تهران‌یې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د پلي کېدو او د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو د نرمېدو لپاره کوي.

د پاکستان په باجوړ کې دوه قومي مشران ووژل

ارشیف، د پاکستان باجوړ کې د یوې پېښې سیمه کې راټول شوي پولیس

د پاکستان په باجوړ کې وسله‌والو دوه قومي مشران ووژل. له دې سره روانه اوونۍ د وژل شویو قومي مشرانو شمېر شپږو ته ورسېد.

پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې په باجوړ کې دا دوه قومي مشران د چهارشنبې په شپه خپل کور ته روان وو چې د سالارزیو په سیمه کې ډزې پرې وشوې.

برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او چا د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

دوه ورځې مخکې تر دې پېښې څلور تنه قومي مشران په شمالي وزیرستان کې وسله‌والو ووژل.

پوتین په روسیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق امر وکړ

ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل حکومت ته امر وکړ چې سر له راتلونکې اوونۍ په پراخه کچه د کرونا ویروس واکسین تطبیق کړي.

ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د ټیلیفون کنفرانس له لارې د دفاع وزارت روغتیایي څانګو ته دا امر په داسې حال کې وکړ چې لاهم د سپوتنیک په نوم د کرونا پر ضد د روسیې د چمتو کړي واکسین د مؤثریت په برخه کې سؤالونه شته.

د چهارشنبې د شمېرو له مخې په روسیه کې نږدې دوه میلیونه او ۳۵ زره کسان په کرونا اخته دي او د دې وبا تلفات په دغهَ هېواد کې څه باندې ۴۱ زرو ته رسېږي.

له ایرانه د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره واردات پيل شول

ارشیف

له ایرانه د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره په ازمایښتي ډول افغانستان ته واردات پيل شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل، په دې اورګاډي کې ۵۰۰ ټنه سمنټ انتقال شول.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "هیله‌من یوو چې د دې پټلۍ له رسمي پرانیستو سره به د اقتصادي، ترانزیټي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د حمل‌ونقل نوی باب پرانیستل شي."

د ایران مهر اژانس خبر ورکړ چې تمه ده په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به په رسمي ډول د اورګاډي دا لار د افغانستان او ایران ولسمشران پرانیزي.

د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد ښار

د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو د معاشونو د کموالي له امله کاري اعتصاب کړی دی.

دغه روغتیایي کارکوونکي وایي چې کاربندي به‌یې تر هغو دوام وکړي چې غوښتنې یې نه‌وي منل شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره‌یې هڅې پیل کړې دي: "ان‌شاءالله موږ ځو د روغتیا له وزارت سره خبرې کوو. یا به قناعت ورکړو چې دا معاشات چې دوی یې ادعا کوي، دې ته د حل یوه منطقي لاره پیدا کړي یا دې ډاکترانو ته قناعت ورکړي او یا دې هم معاش ورکړي."

تر دې مخکې د کونړ ترڅنګ د نورستان روغتیایي کارکوونکو د معاشونو او نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره اعتصاب کړی وو چې دوه میاشتې یې دوام وکړ او تېره اوونۍ یې د معاشونو تر اخیستو وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

اترا: د ارزګان ۶۵ فیصده سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې نه‌دي

د مخابراتي شبکې یو انتن

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، د ارزګان په ۶۵ فیصده سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې نه‌دي.

په دغه ولایت کې د اترا مسؤل جاوېد خپلواک ازادي راډیو ته وویل: "په ارزګان کې تقریباً ۳۵ فیصده ساحه تر مخابراتي پوښښ لاندې ده او نورې ساحې د طالبانو د تهدید له امله ۲۴ ساعته له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي."

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې په وروستیو کې یې له څلور نیم کاله وروسته په خاص ارزګان، چوره او دهراوود ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پيل کړل چې په چوره کې یې بېرته طالبانو مخه ونیوله.

طالبانو په ځینو نورو ولایتونو کې بیا مخابراتي شبکې یوازې د شپې په مخه بندې کړې دي.

هانګ کانګ کې درې فعالان په بند محکوم شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په هانګ کانګ کې درې دیموکراسۍ پلوه فعالان نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په بند محکوم شول.

دوی کې دوه نارینه او یوه ښځه شامل دي چې نومونه یې جوشوا وانګ، ایوان لم او اګنس چاو یاد شوي دي.

پر دوی دا تور پورې و چې تېرکال یې د حکومت ضد هغه اعتراض کې ګډون کړی و چې اجازه یې نه درلوده.

دغو فعالانو کې یو په ۱۳ نیم میاشتو، بل په لسو میاشتو او بل په ۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.

چین د هانګ کانګ پر نیمه خپلواکۍ خپل کنټرول پراخ کړی، حال دا چې تېرکال یې پر ضد څو میاشتې مظاهرې وشوې او کله نا کله په تاوتریخوالي هم اوښتې.

د فوټسال غوره ‌لیګ: کابل کې نن چهارشنبې دوه لوبې وشوې

ارشیف

په کابل کې د فوټ سال غوره ‌لیګ سیالیو د دویم پړاو پر دوام نن چهارشنبې (د لېندۍ ۱۲مه) دوه لوبې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې اطمینان لوبډله د ظاهر اسد سره مخامخ شوه او په دویمه لوبه کې بیا د شهید نسیم او وي‌ای‌پي لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتې.

په لومړۍ لوبه کې د ظاهر اسد لوبدلې ۱۰ د یوه ۱ پر وړاندې اطمینان لوبډلې ته ماتې ورکړه او خپله دویمه بریا یې خپله کړه.

په دویمه لوبه کې بیا وي‌ای‌پي لوبډله وتوانېده ۵ د ۱ پر وړاندې شهید نسیم لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د فوټسال غوره‌‌لیګ سیالیو په دوام به سبا هم دوه لوبې وشي چې له مخې به یې سنایی د طه لوبډلې او همایی رحمت لوبډله د صداقت پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

کرکټ بورډ: د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره تمرینات لا هم روان دي

آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره پیل شوي تمرینات لا هم روان دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې(د لېندۍ ۱۲مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبغاړي د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې د کورني روزونکو تر څارنې لاندې تمرینات کوي.


ښاغلي هوتک زیاته کړه: "خورا مهم تمریناتي کمپ دی، لوبغاړیو ته په کې هر ډول تمرینات ورکول کېږي او هیله مو دا ده چې د دوی لپاره ارزښمتند تمام شي."

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، یاد تمریناتي کمپ چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوی، ۵۰ لوبغاړي په‌کې ونډه لري چې د کمپ له پای ته رسېدو سره به ۱۵ پیاوړي لوبغاړي د افغانستان اېمرجېنګ لوبډلې ته ترې غوره شي.

پر انځور د اسټرالیا او چین لانجه؛ امریکا هم غبرګون ښودلی

ارشیف، د امریکا او چین ګډ بیرغونه

په افغانستان کې د یوه اسټرالیایي سرتیري د انځور په اړه د اسټرالیا او چین پر لانجې امریکا هم غبرګون ښودلی دی.

لانجه د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغه اسټرالیایي سرتیري انځور پر ټویټر خپور کړ چې د یوه افغان ماشوم مرۍ ته یې چاړه نېولې ده.

لیجیان ژاو دغه ټویټ کې لیکلي و چې "د اسټرالیایي ځواکونو په وسیله د افغان ملکیانو او زندانیانو پر وژنې یې ټکان خوړلی دی."

له دې ټویټ وروسته د اسټرالیا صدر اعظم وویل چې دغه خپور شوی انځور فوټوشاپ شوی او باید چین یې په اړه بښنه وغواړي او لېرې یې کړي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند کالې براون د چین دغه کار د دوی ( نوې ناوړه کړنه) بللې ده.

نیوزلنډ، فرانسې او تایوان هم ویلي و چې ټویټ شوی انځور ټکان ورکوونکی او ټولو هغو هېوادونو ته یو سپکاوی دی چې افغانستان کې پوځیان لري.

چیني ډيپلوماتانو بیا ویلي، دغه انځور او ټویټ ته غبرګونونه له حده زیات دي.

له غبرګونونو سره سره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ټویټ نه دی لرې کړی.

بریتانیا ۲شرکتونو ته د کرونا واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړه

بریتانیا د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د یوه جرمنۍ کمپنۍ بیو ان ټیک او امریکایي ملګري شرکت فایزر د کورونا واکسینونو ته یې د تطبیق اجازه ورکړه.

ټاکل شوې دغه واکسین د راتلونکې اوونۍ له پيله بازار ته وړاندې شي.

د درمل جوړولو بیو ان ټیک جرمنۍ او فایزر امریکایي کمپنۍ دغه اعلان نن په نیویارک او ماینز ښارونو کې وکړ.

له دې سره به بریتانیا اجازه ولري چې تر امریکا او نورو اروپایي هېوادونو مخکې خپل خلک د کرونا پر ضد واکسین کړي.

د فایزر شرکت مشر البرت بورلا د بریتانیا دغه پریکړه " تاریخي شیبه" یاده کړه.

یو شمېر نور هېوادونه هم هڅه کوي چې کرونا واکسین تولید کړي.

دا هڅې داسې مهال کېږي چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې نژدې ۶۴ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نژدې یو نیم میلیون تنه مړه شوي دي.

پاکستان د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره شرکت ګماري

آرشیف

پاکستان غواړي د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره یو مشورتي شرکت وګماري.

پاکستاني رسنيو لیکي، د دې هېواد د ګازو دولتي سیسټم یا 'ISGS' دا پرېکړه کړې، څو دا شرکت د ګازو د بیو لپاره د مېکانېزم جوړولو او په دې برخه کې د بحثونو او سټراټېژیو اړوند مشورې ورکړي.

ټاپي هغه پروژه ده چې له ترکمنستانه ګاز د یوه پایپ لاین له لارې لومړی افغانستان او بیا پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ټاپي تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاس‌لیک شو، خو لومړنۍ عملي چارې یې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پیل شوې.

تمه ده چې د دې پایپ لاین له لارې پاکستان او هند ته ګاز تر ۲۰۲۳ کال پورې ولېږدول شي.

د افغان حکومت د معلوماتو پر بنسټ، د دې پایپ لاین له ټرانزيټه به هر کال افغانستان له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر د فېس په توګه اخلي، افغانستان به هر کال د صفر اعشاريه ۶ میلیارډه متر مکعب غازو څخه برخمن کېږي او تر خوا به یې نږدې ۱۲ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG