د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۳۵

د فوټبال اتلولي: جرمني او هسپانیا لوبډلې میدان ته وځي  


د فوټبال اروپايي اتلولیو ته د لارموندلو لپاره د سیالیو په لړ کې نن شپه (د لړم ۲۷مه) د جرمني او هسپانیا لوبډلې میدان ته وځي.

د جرمني لپاره دا مسابقه لویه ازموینه ګڼل کېږي ځکه چې د ۲۰۱۸ میلادي د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې له سیالیو څخه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د نړۍ له یوه غښتلي ټیم سره مخامخ کېږي.

جرمني چې د شنبې په ورځ اوکراین ته ۳ په یو ماتې ورکړه، د نن شپې په سیالۍ کې د ښې لوبې تمه لري.

ټاکل شوې وه چې د اروپا د فوټبال جام سیالۍ سږکال ترسره شي خو د کرونا ویرس د خپرېدو له کبله دا سیالۍ یو کال وځنډېدې.

XS
SM
MD
LG