د هېواد د فوټبال فدراسيون د پنجشېر د فوټبال لوبغاړي او روزونکي روزي.
د پنجشېر د فوټبال فدراسيون رئيس نور احمد احمدي نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبغاړو او روزونکو ته د پنجشېر په مرکز بازارک کې د مارشال محمد قسيم فهيم په لوبغالي کې روزنه ورکول کېږي.
په دې روزنيز پروګرام کې د پنجشير د ٧ ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز د فوټبال لوبغاړو او روزونکو ګډون کړی او د يوې اوونۍ لپاره به زده کړه کوي.