د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۳۹

نړۍ

چین او ۱۴ نور هېوادونه د نړۍ تر ټولو ستره سوداګريزه موافقه لاسلیکوي

ارشیف، د چین په یوه بندر کې سوداګریزه بېړۍ

چین او ۱۴ نور هېوادونه به نن (یکشنبه) د جنوبي اسیا هېوادونو د کالنۍ سرمشریزې په څنګ کې د نړۍ تر ټولو ستره سوداګريزه موافقه لاسلیک کړي.

سږ کال د جنوبي اسیا یا اسیان د سرمشریزې کوربه د ویتنام د هانوۍ ښار دی، خو د کرونا ویروس د وبا له کبله به د غونډې برخه‌وال د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

تجارتي موافقه به هم په مجازي ډول لاسلیک شي.

دا موافقه به چې د سیمې هر اړخیز اقتصادي مشارکت بلل شوې، تعرفې ټیټې کړي او د ۱۵ لاسلیکوونکو هېوادونو ترمنځ به سوداګريزو خدماتو ته لار پرانیزي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران کایلي مور ګیلبرټ له بنده خوشې کړه

کایلي مور ګیلبرټ

ایران د بریتانیا او استرالیا تبعه کایلي مور ګیلبرټ له بنده خوشې کړه.

د ایران دولتي ټلوېزیون خبر ورکړ، مور ګیلبرټ چې اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور په ایران کې زنداني وه د درېیو ایرانيانو په بدل کې ازاده شوه.

د ایران د دولتي اژانس د وېب‌پاڼې د خبر له مخې یو سوداګر او دوه نور ایرانیان چې په بهر کې په درواغو تورن شوي وو د مور ګیلبرټ په بدل کې خوشې شول.

مور ګیلبرټ چې د میلبرن په پوهنتون کې د اسلامي زده‌کړو استاده وه د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې په ایران کې په ۱۰ کاله بند محکومه شوه.

په وروستیو میاشتو کې پر ایران د اغلې ګیلبرټ د خوشې کېدو لپاره نړیوال فشارونه وروسته تر دې زیات شول چې په زندان کې د دې د روغتیایي وضعیت د خرابي راپورونه خپاره شول.

متحده اماراتو افغانانو او د ۱۲ نورو هېوادونو وګړو ته پر ویزو بندیز ولګاوه

ارشیف، متحده عربي امارات

متحده عربي اماراتو افغانانو ته د نویو ویزو پر ورکړه بندیز ولګاوه.

روېټرز اژانس د یوې سرچینې په استناد خبر ورکړ چې دا ویزې د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته په موقتي ډول بندې شوې دي.

له دې ډلې اکثر اسلامي هېوادونه دي او پاکستان او ایران هم په‌کې شامل دي.

د متحده عربي اماراتو د نویو ویزو د بندیز علت امنیت ته اندېښنې یادې شوې دي، خو په دې برخه کې نور توضېحات نه‌دي ورکړل شوي.

دا بندیز نږدې دوه میاشتې وروسته تر دې لګېدلی دی چې ابوظبي له اسرائیل سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي کړې.

اذربایجاني سرتېري د نګورنو قره‌باغ کلبجر سیمې ته داخل شول

اذربایجاني پوځیان په نګورنو قره‌باغ کې پر یوه سړک د واورو پر سر د ماینونو پلټنه کوي.

اذربایجاني سرتېري په نګورنو قره‌باغ کې د کلبجر سیمې ته داخل شول. دا هغه سیمه ده چې ارمنستان له اذربایجان سره د شوي تړون له مخې د هغې د سپارلو موافقه کړې وه.

د نګورنو قره‌باغ پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ اوونۍ جګړه وشوه.

تر دې وروسته د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانه میاشت د روسیې په منځګړیتوب د سولې تړون وشو چې د هغې له مخې دا په نګورنو قره‌باغ کې درېیمه ولسوالي ده چې اذري پوځیانو ته سپارل کېږي.

د اذربایجان دفاع وزارت پرون داسې تصویرونه خپاره کړل چې پوځیان‌یې په نګورنو قره‌باغ کې پر یوه سړک د واورو پر سر د ماینونو پلټنه کوي.

د نړۍ د فوټبال یو بې‌ساری لوبغاړی دیګو مرادونا مړ شو

دیګو مرادونا

د نړۍ د فوټبال یو بې‌ساری لوبغاړی دیګو مرادونا د ۶۰ کلونو په عمر مړ شو.

د ارجنټاین د پخواني کپټان، مرادونا زړه پرون په پلازمېنه بونیس ایرس کې ودرېد.

ارجنټاین چې په ۱۹۸۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام خپل کړ، مرادونا یې کپټان و.

په ۱۹۹۰ کال کې هم مرادونا د ارجنټاین د ملي ټیم کپټان و چې دا لوبډله تر فاینل ورسېده او له جرمني څخه‌یې پابلوبه بایلوده.

سوریه کې اسرائیل لږ تر لږه ۸ ایران پلوه جنګیالي وژلي

ارشیف

په سوریه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۸ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

د روسیې پر بشري حقونو د څار بنسټ چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، د تېرې شپې دغه بمبار کې د دمشق ښار په څنډه کې د لبنان حزب الله ډلې اته غړي وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه یې له منځه وړل شوې ده.

تردې وړاندې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي و چې د دمشق په جنوب کې اسرائیلي ځواکونو یوه سیمه په نښه کړې ده.

د اسرائیل پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د لبنان حزب الله ډله د ایران ملاتړ له ځان سره لري او ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی هم دی.

اسرائیل بیا ژمنه کړې چې سوریه کې به د ایران د نظامي پیاوړتیا مخه نیسي او تراوسه یې په سوریه کې سلګونه بریدونه کړي دي.

د نیوزلنډ سواحلو کې نژدې سل نهنګان او ډولفینان مړه شوي

د نیوزلنډ چارواکي وایي، په سواحلو کې نژدې سل نهنګان او ډولفینان مړه شوي دي.

د نیوزلنډ چارواکي وایي، د دغه هېواد په سواحلو کې نژدې سل نهنګان او ډولفینان مړه شوي دي.

د نیوزلېنډ د چاپریال ساتنې وزارت نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) وویل، دغه ژوي د لېرو پرتو چاتهام ټاپوګانو سواحلو کې د بند پاتې کېدو او ډبرو سره د ټکر له کبله مړه شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، دغه سمندري ژويي وروستیو اونیو کې سرګردان و او د ژغورنې هڅې یې ځکه له ستونزو سره مخ وې چې دغه ټاپو لېرې پروت دی.

په ۱۹۱۸ کال کې هم شاوخوا زر نهنګان او نور سمندري ژوي د همدې ټاپو ګانو په سواحلو کې مړه شوي وو.

روسیه وايي، د داعش سخت دریځو یو پلان یې شنډ کړی

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې سرتیري

د روسیې امنیتي چارواکي وایي، د اسلامي دولت یا داعش سخت دریځو وسله والو یو پلان یې شنډ کړی دی.

د روسیې د فدرال امنیت ادارې "ایف.ایس.بي" نن (د نومبر ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغې ډلې نیت درلود چې د مسکو په یوې سیمه کې " تخریبي او ترهګریز" فعالیتونه وکړي.

دغې ادارې ویلي، د څېړنو او تالاشۍ پر مهال د یادې ډلې یو غړی د مسکو په ختیځ کې له جوړ شوي ماین سره نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د داعش د دغې کړۍ یو بل هدف دا و چې نوي کسان جذب او ترهګرو ته مالي ملاتړ پیدا کړي.

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۱۴ میلادي کال دسمبر کې داعش یوه ترهګریزه ډله وبلله او پر فعالیت یې بندیز ولګاوه.

"جوبایډن" ته د ورځنيو محرمو استخباراتي راپورونو لېږل پيل شول

جوبایډن

سپینې ماڼۍ اجازه ورکړه چې منتخب ولسمشر جوبایډن ته ورځني محرم استخباراتي راپورونه ولېږل شي.

ورځني امنیتي راپورونه ولسمشر ته وړاندې کېږي خو په امریکا کې منتخب ولسمشر هم د دې حق ترلاسه کوي چې دغو راپورونو ته لاسرسی ولري.

په دغو راپورونو کې ملي امنیت ته د ورپېښو ګواښونو په اړه معلومات شامل وي.

منتخب ولسمشر جوبایډن ته د ورځني راپور د لېږلو لړۍ وروسته له هغه پيل شوه چې پرون د ټرمپ ادارې وویل د بایډن ادارې ته د انتقال رسمي بهیر پیلېدای شي.

ولسمشر ټرمپ خپله ماته نه ده منلې او تور یې لګولی چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

اذربایجاني ځواکونه په نګورنو قره باغ کې "چلبجر" سيمې ته هم ننوتل

نګورنو قره باغ کې د چلبجر سيمه

اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ هوکړې له مخې یوه بله سیمه هم په خپل کنټرول کې راوسته.

د هوکړې له مخې ارمنستان د دریو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل شوی.

د اذربایجان د دفاع وزارت نن ویلي د دوی پوځیان د هغې هوکړې له مخې چې د ارمنستان، اذربایجان او روسیې تر منځ لاسلیک شوې د چلبجر سیمې ته ننوتلي دي.

کروچر چې اذربایجان یې چلبجر یادوي باید د نومبر په پنځلسمه تسلیم شوې وای خو د بشري دلایلو په سبب دا کار ځنډېدلی و.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره روسیې منځګړیتوب وکړ او دوی یې هوکړې ته سره ورسول چې له مخې یې ارمنستان د اګدام، چلبجر یا کروچر او لاچین سیمې پرېښودو ته اړ شو.

اګدام د نومبر په شلمه او چلبجر هم په پنځه ویشتمه تسلیم شو.

اذربایجان ته د لاچین د سپارلو نېټه د ډسمبر لومړۍ یاده شوې.

چلبجر وروسته له هغه اذربایجاني ځواکونو ته وسپارل شو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بېګاه د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره خبرې وکړې.

انګلستان د کرسمس پرمهال محدودیتونه کموي

انګلستان کې د کرسمس لپاره د چمتوالي یو انځور

د انګلستان څلور واړو هېوادونو د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې د کرسمس پر مهال به د کویډ۱۹ محدودیتونه کم شي او پنځه ورځې به تر درو پورې کورنۍ وکړای شي چې په یوه کور کې سره وویني.

انګلنډ، سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ د کویډ۱۹ د مخنیوي لپاره له یو بل څخه بېل پلانونه عملي کړي خو د کرسمس د لمانځلو په خاطر د سې شنبې په ورځ له لندن سره موافقې ته ورسېدل.

پر سفر محدودیت به هم لیرې شي او خلک به وکړای شي له شمالي ایرلنډ څخه یا دې هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ په انګلنډ کې د کرونا ویروس له کبله وضع شوی محدودیت پای ته ورسېږي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د سې شنبې په ورځ وویل چې په هېواد کې يې د کویډ۱۹ دوهمه څپه پای ته رسېدونکې ده.

مکرون وویل چې د کویډ۱۹ له کبله لګېدلی محدودیت به په څو ورځو کې پای ته ورسېږي او تر کرسمس پورې چې د ډسمبر په ۲۵مه نېټه دی، دوکانونه، تیاترونه او سینماوې هم پرانیستل شي.

ده زیاته کړه چې خلک به وکړای شي له خپلو کورنیو سره دا رخصتۍ ولمانځي.

راپور: قزاقستان د چین د شینجن یو مدافع په غیر قانوني توګه نښه کړی

سریکژان بیلاش

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې قزاقستان د چین د شینجن سیمې د ځايي خلکو مدافع په غیر قانوني توګه په نښه کړی.

پر خپل سر د بندي کولو پر وړاندې د ملګرو ملتونو کاري ډله وايي چې د قزاقستان حکومت تېر کال د فعال سریکژان بیلاش په نیولو سره د بشري حقونو له نړیوال قانونه سرغړونه کړې.

د دې ادارې په وینا بیلاش د چین په شمال لویديځ سیمه شینجن کې د ځايي خلکو د ځپنې پر وړاندې فعالیت کاوه.

د (اوس ازادي) په نوم واشنګټن مېشتې بشري حقونو د یوې ډلې غوښتنلیک ته په ځواب کې ملګرو ملتونو ویلي چې قزاقستان په غیر قانوني توګه ښاغلی بیلاش هدف ګرځولی او هغه یوازي د بیان ازادي عملي کوله.

د قزاقستان چارواکو د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې بیلاش توقیف کړ چې په شینجن سیمه کې يې تش په نوم د روزنې له کمپونو د قزاق نژاده وګړو د ازادۍ غوښتنه کوله.

د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل چې چین په شینجن سیمه کې د تروریزم پر وړاندي د مبارزې په نوم کمپونو کې د مسلمانانو په ګډون شا او خوا یو ملیون اویغور وګړي نیولي دي.

چین وایي په دغو کمپونو کې خلکو ته بېلابېل مهارتونه ورزده کوي او له خلکو سره مرسته کوي چې له سخت دريځۍ لیرې شي.

روسیه: د امریکا یوه جنګ کښتۍ د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د روسیې دفاع وزارت وایي، د متحد ایالتونو یوه جنګي کښتۍ وروسته له هغې د روسیې د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه چې خبرداری یې ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت په بیان کې ویلي دي چې د "یو. اېس. اېس. جان اېس مککین" په نوم امریکایي بیړۍ د لوی پیټر په خلیج کې نن دوه کیلومتره د روسیې اوبو ته ننوتې وه چې د اډمیرال وینوګرادوف بیړۍ له خبرداري وروسته بیرته په شا شوه.

په ارام سمندر کې د امریکا سمندري خواکونو په یوه بیان کې پرته له دې چې دې پیښې ته اشاره وکړي ویلي دي چې دوی ازادانه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.

د بشري حقونو څار ډلې د روسیې له پارلمان نوې غوښتنه کړې

د روسیې د پارلمان يوه څنډه

د بشري حقونو د څار ډله ( هیومن رایټس واچ) وایي، د روسیې پارلمان باید دا نوې لایحه رد کړي چې چارواکو ته دا واک ورکوي چې هغه ویبپاڼې بلاک کړي چې د روسیې په دولتي رسنیو کې خپاره شوي معلومات سانسوروي.

د بشري حقونو د څار ډله وایي، که دا لایحه تصویب شي له دې سره به په روسیه کې سانسور زیات شي.

د اروپا او اسیا لپاره د بشري حقونو همغږه کوونکې انستیزیا زلوبینا په یوه بیان کې وویل، که دا لایحه تصویب شي خلک به د اطلاعاتو له ترلاسه کولو محروم شي.

دغه لایحه د نومبر په نولسمه پارلمان ته وړاندې شوه.

پاریس کې د یوه کمپ د تشولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوى

ارشيف

د فرانسې پولیسو د پلازمېنې پاریس په مرکزي برخه کې د پناه غوښتونکو د یوه کمپ د تشولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

دغه سلګونه پناه غوښتونکي چې ډېری یې افغانان دي، مخکې د پاریس له یوې بلې برخې وایستل شول، خو بل ځای ورته مشخص نه شو.

رضاکارانو پرون دوشنبه د پاریس په مرکزي برخه کې دغو پناه غوښتونکو ته شا و خوا ۵۰۰ شنې خېمې برابرې کړې او ډېر ژر په پناه غوښتونکو ډکې شوې.

خو پرون د خیمو تر ډکېدو یو ساعت وروسته پولیس د کمپ د تشولو لپاره لاس په کار شول.

۳۴ کلن افغان پناه غوښتونکي شهاب الدین وویل، پولیسو ډېر زورزیاتی وکړ.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درمانیان چې د کمپ د تشولو عکسونه ټکان ورکوونکي بللي ویلي، چې له پولیسو یې د دې تصفیې د جزییاتو ورکولو غوښتنه کړې ده.

د "کويډ19" ضد واکسین د موندلو په صورت کې د کنتاس هوايي شرکت غوښتنه

د کويډ19 ضد واکسین

د اسټرالیا هوايي شرکت کنتاس وايي، کله چې د کرونا-ضد واکسین هر چا ته د موندلو وړ وي، له نړیوالو مسافرو به وغواړي چې باید د سفر پر مهال واکسین شوي وي.

د دغه شرکت اجرائیه رئیس الن جویس پرون وویل، د اسټرالیا هوايي شرکت په پام کې لري، چې دغه پالیسي عملي کړي او دا مقررات به په دغه شرکت کې عادي بڼه خپله کړي.

دغه زیاته کړه، په بازار کې د کرونا ضد واکسین د موجودیت شرایطو ته په کتو به په کورنیو الوتنو کې د دې واکسین اړتیا په پام کې ونیول شي، خو په نړیوالو الوتنو کې به دغه واکسین ضروري وي.

که څه هم په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۹ ميلیونو اوښتی، په عین حال کې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو هڅې هم چټکې شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG