د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۰۶

د ازبیکستان د دیني عالمانو بورډ: د افغان سولې په ټینګښت کې مرسته کوو


د ازبيکستان د دیني عالمانو د بورډ رئیس مفتي عثمان خان علیموف له ښاغلي عبدالله عبدالله سره

د ازبيکستان د دیني عالمانو بورډ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

د ازبيکستان د دیني عالمانو د بورډ رئیس مفتي عثمان خان علیموف دا ژمنه د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په تاشکند کې تر لیدو وروسته وکړه.

د ازبيکستان لوري ژمنه وکړه چې په لنډ راتلونکې کې به د ازبیکستان افغانستان او تاجکستان د دیني عالمانو یوه غونډه د سمرقند په ښار کې جوړه کړي.

د دې غونډې وخت نه دی ټاکل شوی.

عبدالله عبدالله پرون تاشکند ته ولاړ. د مصالحې د عالي شورا سلاکار مجیب رحیمي ازادي راډیو ته د دې سفر د هدف په اړه وویل:"د بحثونو اصلي محور د سولې مذاکرات، په دې ډګر کې پرمختګونه او وروستي خنډونه او د سولې له خبرو سیمه ییز ملاتړ دی."

تمه ده چې ښاغلی عبدالله به نن د دې یو ورځني سفر په ترڅ کې د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیاییف سره وګوري.

XS
SM
MD
LG