د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۴۴

ایا خلیلزاد به په خپلې دندې پاتې شي؟ 


زلمی خلیلزاد

د امریکا د بهرنیو خدمتونو د ټولنې د شمېرو له مخې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر بل هر ولسمشر ډېر سیاسون د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.

د امریکا متحدو ایالاتونو پر ۱۸۹ سفیرانو سربیره، د ځانګړو سیمو یا خاصو موضوعاتو لکه د افغانستان د سولې د بهیر، د غربي بالکان د مسایلو او د صربیا کاسوو د مذاکراتو لپاره ځانګړي استازي هم ګومارلي دي.

که څه هم وروسته تر دې چې نوی ولسمشر انتخاب شي، ډېر سفیران غواړي چې خپلې دندې پریږدي خو په ټوله کې به دا پردې دندې ټاکل شوي سیاسون وي چې خپلې دندې به پریږدي.

وروسته تردې چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ کاندید جوبایډن د بري اعلان وشو، په بهرنیو هېوادونو او د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون نړیوالو سازمانونو کې به له ټولو شاوخوا ۲۰۰ سفیرانو او استازیو رسماً وغوښتل شي چې استعفاوې ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مسلکي کارکونکی رونالډ نیومن چې د افغانستان په ګډون یې په څو هیوادونو کې د امریکا د سفیرپه توګه د نده ترسره کړې، وایي، که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ډیپلوماسۍ په برخه کې اوږده تجربه لري، خو ترهغه ځایه چې نوموړی جمهوریپال اوله اوږدې مودې دې ګوند سره تړلی، ښایي له دغې دندې لیرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مسلکي کارکونکی رونالډ نیومن
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مسلکي کارکونکی رونالډ نیومن

د افغانستان د دفاع وزارت د پالیسۍ پخوانی مرستیال او د جنګ او سولې د مطالعاتو د انستیتوت مشرتمیم عاصي هم ورته نظرلري.

هغه ازادي راډیو ته وویل، د دې ډیراحتمال شته چې د جوبایډن د ادارې د نوي ټیم په راتګ سره خلیلزاد هم لیرې شي:"ډېر احتمال شته چې ښاغلي خلیلزاد او ټیم یې لیرې شي او نوی ټیم وګومارل شي. د دوحې د موافقې پرځینومواردو ښایي بیا خبرې وشي."

د ښاغلي عاصي په وینا په کابل کې به د امریکاسیاسي او پوځي مشران هم بدل شي او د سولې بهیربه نوی ټیم مخ ته یوسي.

ښاغلی نیومن وایي، حکومت به د بهرنیو چارو وزارت ته خبرورکړي چې د کومو سفیرانو پرپوستونوغواړي سیاسیون وګماري.

خو د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې یوه پخواني چارواکي چې د جنوبي اسیا د چارو سابقه لري او په قطر کې د سولې روانو خبرو ته په پام یې نوم نه دی افشا شوی وایي، ګونګوسې شته چې جوبایډن ښایي له هغه وغواړي چې د سولې هڅو ته دوام ورکړي.

دغه پخواني چارواکي ویلي، ښاغلی خلیلزاد د دواړو ډیموکراټ او جمهوري پال ګوندونو ملاتړ لري او په دې اړه هم بحث کېږي که د سولې خبرې پرمختګ ونه کړي، له افغانستانه دې د امریکایي سرتیرو د وتلو پروسه شاته وغورځیږي.

جوبایډڼ د امریکا د پوځ له ورځپاڼې سټارز اېنډ سټراپس سره په تېره سېپټمبر میاشت کې په یوه مرکه کې ویلي و چې دې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د یوه ځانګړي ځواک د پاتېدو ملاتړ کوي.

په دې مرکه کې بایډن دغه راز ویلي و چې دې اټکل کوي چې یو نیم زر تر دوه زره پوځیان به په افغانستان کې وساتي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر څلور نیم زرو ته رسېږي.

پر سفیرانو سربېره چې له نوي بدلون سره به لېرې کیږي، له معمول سره سم د بهرنیو خدمتونو د متخصصینو چې تر ډېره د درې کلونو لپاره ګومارل کیږي، اکثراً استعفاوې یې نه منل کېږي.

خو دا مسئله د هغو کسانو په مورد کې چې مستقیماً د سپینې ماڼۍ له خوا پر سیاسي پوستونو ګومارل شوي، صدق نه کوي.

د امریکا د بهرنیو خدمتونو یو متقاعد کارکونکی جان هربست وایي، له تاریخي نظره حکومت په بهرنیو هېوادونو کې یو پر څلورمه یا یو پر درېیمه سفیران د سیاسي انګیزو له مخکې په دندو ګومارلي خو په دې وروستیو کلونو کې دغه فیصدي لوړه شوې ده.

د ولسمشر ټرمپ ادارې ۸۱ سفیران او استازي ټاکلي چې دا پر سیاسي ملحوظاتو د دا ډول ټاکنو په سلو کې ۴۳ ده.

خو ویلیام کورتني چې د واشنګټن د راند په تحقیقاتي مرکز کې څیړونکی دی، ازادي راډیو ته وویل چې د دې احتمال شته چې جوبایډن به نوې ګومارنې د سیاسي انګیزو له مخې ونه کړي، څو له هغو اقداماتو ځان لېرې وساتي چې ټرمپ کړي.

XS
SM
MD
LG