د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۴۱

د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړې په بهر کې تمریناتي کمپ پیلوي


د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ د بېلابېلو ولایتونو له څلویښت ښځینه لوبغاړو څخه په کابل کې له درې اونیو تمریناتو وروسته یو شمېر غوره کړي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک پرون د دې تمریناتو له پای ته رسېدو وروسته، ازادي راډيو ته وویل: "پنځه ویشت غوره لوبغاړې مخکې پړاونو لپاره وټاکل شوې، په راتلونکې کې به د افغانستان کرکټ بورډ هغوی ته قراردادونه ورکړي او په یوه اسلامي هېواد کې به د ښځینه روزونکې تر څارنې لاندې تمریناتي کمپونه پيل کړي."

د دې لوبډلې د جوړېدو غوښتنه د کرکټ نړیوالې شورا کړې وه.

XS
SM
MD
LG