د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

بریتانیا په بلاروس کې د بیا ځلي ټاکنو غوښتنه وکړه


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب

د بلاروس د جنجالي ټاکنو او د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه تر خپاره شوي راپور وروسته، بریتانیا له مینسک څخه وغوښتل چې بیا دې ټاکنې وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وویل، دې ته اړتیا شته چې د دې راپور پر لارښوونو عمل وشي او تازه ټاکنې ترسره شي.

ښاغلي راب په ټویټر کې لیکلي دي چې د اړتیا په وخت د بلاروس د خلکو ترڅنګ درېږي.

د بلاروس په اړه خپور شوی راپور د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې شو او پکې له بلاروس څخه وغوښتل شول چې نوي رښتوني ټاکنې دې له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کړي.

په دې راپور کې د بلاروس امنیتي ځواکونه تورن شوې دي چې له بشري حقونو څخه یې په منظم ډول سرغړونه کړې ده.

آرشیف، بلاروس کې د معترضانو یو انځور
آرشیف، بلاروس کې د معترضانو یو انځور

د راپور له مخې په بلاروس کې د اګست د نهمې نېټې انتخابات شفاف، عادلانه او ازاد نه و.

تر دې ټاکنو وروسته اپوزسیون د پراخو درغلیو تور پورې کړ او په بلاروس کې ګڼې مظاهرې وشوې.

لویدیځ په ټاکنو کې د الکساندر لوکاشینکو بریالیتوب ونه مانه او پر دې یې فشار زیات کړ.

لوکاشینکو له شپږ ویشت کلونو راهیسې په بلاروس کې واکمن دی.

د څو میاشتو مظاهرو په ترڅ کې په زرګونو کسان ونیول شول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې ویلي دي چې نوي انتخابات دې په ازاد او عادلانه ډول ترسره شي او هغه کسان چې د اعتراض کوونکو د ځپلو مسوول ګڼل کیږي له هغوی دې پوښتنې او تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG