د کندز ولایت په امام صاحب کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک له انتحاري برید وروسته نښته روانه ده.
راپورونه وايي چې لومړی د یوې چاودنې غږ واورېدل شو او ورپسې ډزې پیل شوې.
د کندز د ولایتي شورا رئيس محمد یوسف ایوبي ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار ۷ بجې نامعلوم شمېر انتحاري حمله کوونکو د امام صاحب پر سرحدي کنډک برید وکړ چې لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده.