د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

د افغانستان کرکټ پخوانی لوبغاړی حمیم‌الله عبید په ترافیکي پېښه کې مړ شو


ارشیف
ارشیف

د خوست-کابل پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د یوه پخواني غړي په ګډون دوه تنه مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي.

د پکتیا د ترافیکو مدیر شفیق‌الله ننګیال ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د تېرې کوتل په لوړه څوکه کې تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له عمومي سړک واوښت او یوې لویې ژورې کندې ته ولوېد.

په پېښه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی حمیم‌الله عبید ځدراڼ او د هغه مور خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پېښه کې د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د ترافیکو د مدیر په وینا پېښه د موټر چلوونکي د بې‌غورۍ له امله شوې ده.

XS
SM
MD
LG