د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

ایرو اېشیا ریویو: افغانستان د خپلې سوکالې راتلونکې لپاره باید شمال ته پام وکړي


نړیوالې ورخپاڼې
نړیوالې ورخپاڼې
  • ډپیلومات

ډیپلومات مجلې د استرالیا له حکومته د بشري حقونو د فعالانو د غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې خپرونې پر اساس، د بشري حقونو ۲۵ افغان او استرالیايي مؤسسو یو پرانیستی لیک خپور کړی او په هغه کې یې د استرالیا له حکومته په کلکه غوښتي چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په باب د استرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي سرمفتش د پلټنې نتیجه څرګنده کړي.

ډیپلومات خپرونه وايي، پر پلټنې څلور کاله کار شوی او اوس استرالیايي رسنیو لکه د «اې‌بي‌سي» او د «ملبرن اېج» ورځپاڼې راپورونه خپاره کړي.

په دغو راپورونو کې ادعا شوې چې استرالیايي پوځیانو د افغانستان د جګړې په لړ کې لسګونه بې‌وسلې مشکوک طالبان، ملکیان او حتی ماشومان وژلي دي.

په دې پلټنه کې چې "افغان دوسیه" نومېږي، د استرالیايي پوځیانو په اړه په سلګونه مخونو کې پټ اسناد شامل دي، لومړی پلا په ۲۰۱۷ م کال «اې‌بي‌سي» یا د استرالیا نشراتي مؤسسې خپره کړه.

«اې‌بي‌سي» ویلي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د مأموریت پر مهال په لوی لاس د جګړې له اصولو سرغړونه کړې او باید د معافیت کلتور ختم شي.

  • ایرو اېشیا ریویو

ایرو اېشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان راتلونکو اړیکو او د هغو اهمیت ته کتنه کړې ده.

د دې لیکنې په سر کې لیکل شوي "افغانستان د خپلې سوکالې راتلونکې لپاره باید شمال ته پام وکړي."

د خپرونې منظور د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه دي.

ایرو اېشیا ریویو خپرونه لیکي، کله چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سیمه‌ییزې حل‌لارې په اړه خبرې کوي، نو اشاره‌یې تر ډېره پاکستان ته وي. ځیني وخت په سیمه‌ییز حل کې دوی هند او چین هم شاملوي، خو تر دې وروستیو پورې په ندرت د منځنۍ اسیا یادونه کېده.

د ایرو اېشیا ریویو په نظر د دې دلیل دا دی چې ډېر په دې نه‌پوهېږي چې افغانستان په حقیقي ډول چېرې موقعیت لري.

د دې خپرونې په باور افغانستان د منځني ختیځ برخه نه‌دی او نه هم د منځني ختیځ په پوله کې موقعیت لري. که ټول نه‌وي نو نیمايي افغانستان په منځنۍ اسیا کې دی، نو په‌کار ده چې دا ومنل شي.

د دې خپرونې له لیکنې سره سم باید په اوږدمهال کې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تړلی وګڼل شي.

ایرو اېشیا ریویو خپرونه وايي چې له منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې او ارتباطات د سیمې له اقتصادي سوکالۍ او ودې سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG