- هیومن رایټس واچ
هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو څار ډلې په کابل ښار کې د دوو ښځینه خبریالانو کور ته د پولیسو پر ورتګ اندېښنه ښوولې ده.
د بشري حقونو د څار ډلې په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې پولیس د اکټوبر د ۱۵مې نېټې په شپه د کابل په ۱۰مه ناحیه کې د یوې افغان خبریالې طاهرې رضايي کور ته ورغلي. اغلې رضايي له یوې بلې خبریالې سره په یوه کور کې اوسي.
رضايي ویلي چې پولیس له رسمي اجازې پرته د دې کور ته ورغلي او ټولې خونې یې ورتلاشي کړي او حتی د دې له مېلمنو څخهیې چې هماغه وخت د دوی په کور کې وو، تحقیقات کړي دي.
د بشري حقونو څار ډلې د طاهرې رضايي په قول دا هم لیکلي چې پولیسو د کور د تلاشۍ په لړ کې بېاجازې د دوی فلم اخیستی او له دې څخهیې لاسلیک غوښتی چې بیا به دا ډول مېلمستیاوې نهکوي چې په هغو کې موسیقي وي.
پولیسو له مېلمنو هم لاسلیکونه اخیستي چې بیا به په داسې محفلونو کې برخه نهاخلي.
د بشري حقونو د څار ډلې په دې اندېښنه ښوولې چې پولیسو له طالباني طریقې کار اخیستی دی.
د بشري حقونو د څار ډلې همداراز ویلي، وروسته له دې چې د اغلې رضايي شکایت یوې ورځپاڼې خپور کړ، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح راپور رد کړ او هغهیې د حکومت پر ضد تبلیغات او تور وباله.
خو د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د ښځو په وړاندې د افغان پولیسو سابقه ډېره ښه نهده.
د دې ډلې په وینا، په اوسني وخت کې چې ښځې له طالبانو سره په هر ډول احتمالي جوړجاړي کې د خپلو حقونو او بریاوو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي، دا ډول اقدام د اندېښنې وړ دی.
- ډېلي کالر
په افغانستان کې د امریکا پر جګړې، چې نږدې ده دوه لسیزې یې پوره شي، ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي او ځینې فلمونه هم جوړ شوي دي.
په دغو فلمونو کې یو هم «اوټ پوسټ» فلم دی. پر دې فلم د ډېلي کالر ورځپاڼې ادارې تبصره کښلې ده.
د ورځپاڼې د لیکوال ډېوېد هوکسټید په باور دا د هغو ټولو فلمونو په منځ کې چې ده لیدلي، تر ټولو حقیقت ته نږدې دی.
اوټ پوسټ فلم د هغې حملې پر اساس جوړ شوی چې په ۲۰۰۹ م کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر یوې اډې (کیټینګ) شوې وه. دا پېښه لومړی جېک ټپر ولیکله او د کتاب په بڼهیې چاپ کړه.
د دې کیسې د فلم کره کتونکی وايي چې د فلم لویه ځانګړتیا دا ده چې ډېر ریالستیک یا حقیقت ته نږدې ښکاري.