د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۰۹

د امریکا سیاسي سټراټیژیسټ له بېلاروسه ووت


ویتالي شکلیاروف

د امریکا سیاسي سټراټیژیسټ چې په خټه بېلاروسی دی، له بېلاروسه ووت.

د هغه نیول کېدو، د امریکا متحدو ایالتونو غوسه پارولې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د بېلاروس له پیاوړې سړي الکساندر لوکاشینکا سره په ټیلیفوني مکالمه کې غوښتنه وکړه، چې ویتالي شکلیاروف دې ژر تر ژره خوشې شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د شکلیاروف مدافع وکیل انتون هاشینسکي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې موکل یې له بېلاروس څخه وتلی دی.

هغه زیاته کړه، په واقعیت کې د مایک پامپیو د ټیلیفوني تماس په نتیجه کې شکلیاروف وتوانېد له بېلاروس نه ووځي.

هاشینسکي وویل، سره له دې چې موکل یې ویتالي شکلیاروف لا هم د بېلاروس تر تعقیب لاندې دی، نو ممکن د خپلې ناروغې مور د پوښتنې لپاره هغه هېواد ته ستون شي.

شکلیاروف د جولای میاشتې پر ۲۹مه، په بېله روس کې د اګست میاشتې د ولسمشرۍ تر ټاکنو څه کم دوې اوونۍ مخکې ونیول شو.

شکلیاروف د خپل مور و پلار د لیدو لپاره بېله روس ته تللی و، خو د قانون د تنفیذ چارواکو پر هغه تور ولګاوه، چې د ټاکنو د کاندید په توګه د بلاکګر سیاري څیخانوفسکي په نوم ثبتولو کې همکاري کړې ده، ځکه یې ونیوه.

څیخانوفسکي هم په بېلاروس کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې ونیول شو، هغه ټاکنې چې د لوکاشینکا سیاسي مخالفان یې له درغلیو او سرغړونو ډک بولي.

شکلیاروف د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او سناتور برني سندرز په انتخاباتي کمپاینونو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG