د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۵

د مایک پومپیو او جې شنکر لیدنه؛ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران له هندوستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوې ډېلي ته ورسېدل.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اسیايي هېوادونو ته خپل پنځه ورځنی سفر پرون له هندوستانه پیل کړ.

هغه د دې سفر په لومړۍ ورځ له خپل هندي سیال سوبرامینیم جې شنکر سره د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا په داسې حال کې خبرې وکړې چې په سیمه کې د چین د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

مارک اسپر
مارک اسپر

په دې سفر کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم له پومپیو سره ملګری دی چې په پام کې ده د اسپر او د هغه د هندي سیال راج نات سنګهـ ترمنځ د پوځي همکاریو موافقه نن لاسلیک شي.

بله موافقه به د استخباراتي اطلاعاتو د تبادلې په اړه وي چې په مرسته به‌یې هندوستان د وسلې، توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د دقت په اړه نوره وړتیا او اطلاعات هم ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به نن له خپلو هندي سیالانو سره په یوه ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي چې د دفاعي او سیاسي همکاریو پر زیاتولو به په خپلو کې بحث ته کېني.

بل‌خوا د هندوستان د صدراعظم نرېندرا مودي دفتر وايي چې دغه دوه امریکايي وزیران به له ښاغلي مودي سره هم وګوري.

هندوستان او چین په سیمه کې له اوږدې مودې دوه رقیبان ګڼل کېږي، په عین حال کې د پیکېنګ او واشنګټن ترمنځ هم کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د امریکا متحده ایالاتو پر چین په دوو دلیلونو فشارونه زیات کړي، یو د کرونا وبا تر خپرېدو او د پیکېنګ له‌خوا د دې وبا تر مدیریت بل هم په هانګ کانګ کې د امنیتي قانون تر نافذولو وروسته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تر هندوستان وروسته سریلانکا او مالدیف ته هم ځي او بیا به په اندونیزیا کې تم شي.

اندونیزیا هم په خپلو جنوبي سیمو کې د چین پر فعالیتونو اندېښنه لري او غواړي امریکايي چارواکي په سیمه کې د چین پر نفوذ نور معلومات هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG