د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

په کابل کې د رګبي سیالۍ پیل شوې


آرشیف
آرشیف

په کابل کې د رګبي د ۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د رګبي فدراسیون رئیس حارث رحماني نن ازادي راډيو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې دوه لوبډلې له کابل او پاتې نورې له لغمان، غزني، پنجشیر، کاپیسا، پروان او بامیانو دي.

ښاغلی رحماني وايي، یادې سیالۍ د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د پېژندلو په هدف ترسره کېږې.

د نوموړي په وینا چې دغه سیالۍ د ۴ ورځو لپاره روانې وې چې له منځه يې ۳۰ لوبغاړي د رګبي ملي لوبډلې لپاره غوره شول.

XS
SM
MD
LG