د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۱۰

کابل کې د کرکټ میلیون لیګ نه ترسره کېدو په غبرګون لاریون وشو


د لاریون کوونکو یو انځور

په کابل کې یو شمېر ځوانانو د کرکټ میلیون لیګ د نه ترسره کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

دوي نن د کرکټ بورډ په وړاندې مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه لیګ ترسره کېدو ته باید اجازه ورکړل شي.

مظاهره کوونکو کرکټ بورډ ته ګواښ وکړ که چېري غوښتنې ونه مني نو بیا ځلې به مظاهره وکړي.

له دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د کرکټ یو شمېر مینه‌والو د میلیون لیګ په ملاتړ مظاهره کړې وه او له کرکټ بورډه يې غوښتنه کړې وه چې باید دې لیګ ته اجازه ورکړې

د دغه لیګ مشر شاپور ځډراڼ په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغه لیګ مخه نیول غیر قانوني کار دی.

میلیون جام لیګ چې څلور ځلې تر سره شوی تنظیموونکي یې غواړي، چې پینځم پړاو یې هم تر سره کړي خو کرکټ بورډ ادارې ورته ځیني شرطونه ایښي چې جوړونکي یې باید پوره کړي.

نیوکه دا ده چې شاه پور ځدراڼ د کرکټ بورډ برحاله قرار داد لرونکی لوبغاړی دی او حق نه لري چې د یوه خصوصي لیګ مشري وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ نظر هم ولرو خو د کرکټ بورډ د رسنیو برخې په دې اړه څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG