د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

پاکستان کې د جیو نیوز شبکې نادرکه خبریال پیدا شوی


د پاکستان جیو نیوز شبکه
د پاکستان جیو نیوز شبکه

د پاکستان بندري ښار کراچۍ کې د یوه نادرکه شوي خبریال کورنۍ او همکاران وایي چې هغه پیدا شوی دی.

جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې پرون شنبه ویلي، خبریال‌یې عمران سعید له خپلې مېرمنې سره ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې په خوندي ډول کراچۍ کې د خپلې مور کور ته رسېدلی او له جسمي پلوه کوم زیان نه‌دی ورته رسېدلی.

وروستیو کلونو کې د هغو خبریالانو د ګواښلو، وېرولو او وهلو شکایتونه زیات شوي دي چې د پاکستان پر پوځ نیوکې کوي.

له دغه خبره څو ساعته مخکې د پاکستان پولیسو د دغه خبریال د لادرکه کېدو پېښه اختطاف یا تښتونه وبلله.

کراچی کې د حکومت ضد لاریون
کراچی کې د حکومت ضد لاریون

پاکستان کې د خبریالانو د نادرکه کېدو ډېرې داسې پېښې رامنځته شوي چې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

علي عمران سعید د جمعې په ورځ کراچۍ ښار کې خپل کور ته نږدې سودا پسې تللی و چې لادرکه شو.

ده له نادرکه کېدو یوه ورځ مخکې د نواز شریف د کورنۍ د یوه جنجالي غړي د نیول کېدو پر مهال د ملېشو د موجودیت خبر ورکړی و.

ده د هغې وېډیو د ترلاسه کولو یادونه کړې وه چې په‌کې معلومېږي، د نواز شریف د زوم محمد صفدر اعوان د نیولو پر مهال پولیس د ملېشو له‌خوا بدرګه کېږي.

ښاغلی اعوان د همدې اوونۍ پیل کې د کراچۍ له یوه هوټله ونیول او بیا بېرته خوشې شو.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د هغه د نیولو علت نه‌دی څرګند کړی.

مریم نواز صفدر
مریم نواز صفدر

اعوان وروسته له هغه ونیول شو چې مېرمنې یې مریم نواز صفدر چې د نواز شریف سیاسي ځای ناستې هم ده، په یوه اعتراضي غونډه کې پر صدراعظم عمران خان او د پوځ پر مشر قمر جاوېد باجوه نیوکې وکړې.

دغه اعتراض د هغو ۱۱ مخالفو ګوندونو د حرکت یوه برخه وه چې د صدراعظم عمران خان د حکومت استعفا او په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې پای ته رسېدل غواړي.

په وروستیو کلونو کې پر هغو خبریالانو د بریدونو او دغه‌راز د هغوی د وېرولو او ګواښلو پېښې ډېرې شوي چې د پاکستان پر پوځ نیوکې کوي.

ادعا کېږي چې د پاکستان استخبارات د هغو کسانو د غلي کولو هڅه کوي چې پر پوځ‌یې نیوکې کوي، خو د پاکستان پوځ تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG