د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې لپاره ټېل ماټېل کې د وژل شویو مسؤل څوک دی؟


جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه
جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه

په جلال‌اباد کې د پاکستان له قونسلګرۍ د ویزو د اخیستو لپاره نن په ټېل ماټېل کې له ۱۰ ډېرې ښځې تر پښو لاندې مړې شوې او نږدې ۱۰ نورې هم ټپیانې شوي.

دا پېښه سهار هغه مهال رامنځته شوه چې په زرګونه کسان د جلال‌اباد ښار د فوټبال لوبغالي په مخ کې د پاکستان د ویزو لپاره د فورمو د اخیستو لپاره راټول شوي وو.

سیمه‌ییزو چارواکو او د پېښې عیني شاهدانو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې کله د لوبغالي دروازه د ویزې د متقاضیانو پر مخ پرانیستل کېږي، هر یو هڅه کوي چې تر نورو مخکې لوبغالي ته ننوځي.

امنیتي مسؤلینو ویلي چې دغه بهیر یې ونه‌شو کړای کنټرول کړي چې د خلکو د ګڼه ګوڼې او ټېل ماټېل په نتیجه کې دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوه.

په دې پېښه کې یوازې درې سړیان ټپیان شوي، نهه ښځې ټپیانې او ۱۲ وژل شوې هم ښځې دي.

دا چې ولې دا پېښه رامنځته شوه، په دې اړه نوریاس نوري د ختیځ د همغږۍ د مرکز له مرستیال مشر میرویس خوګیاڼي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د ده په نظر څوک د دغې پېښې مسؤل ګڼل کېدای شي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG