- ډیجیټل ژورنال
ډیجیټل ژورنال ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او څو نورو جګپوړو چارواکو وروستیو څرګندونو ته پام اړولی او لیکي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د ټرمپ اداره په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر دوهنیم زرو ته راکم کړي. دا د سرتېرو هغه شمېر و چې تر دې یوه اوونۍ مخکې یې هم اوبراین یادونه کړې وه.
د ورځپاڼې په لیکنه اوبراین وویل، ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره یو پلان جوړ کړی چې له مخې بهیې تر راتلونکې میاشتې پورې په دې هېواد کې د سرتېرو شمېر له پنځو زرو راکم شي او د راتلونکي کال په لومړیو کې بهیې هم شمېر دوهنیم زرو ته ورسېږي.
ډیجیټال ژورنال ورځپاڼې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارک میلي هغه څرګندونې هم را اخیستي چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په برخه کې د ښاغلي اوبراین له څرګندونو سره په تضاد کې دي.
جنرال میلي ویلي اوبراین یا بل هر څوک کولای شي لکه څنګه چې ورته مناسبه ښکاري اټکل وکړي، خو دی اټکلونه نهکوي، بلکې د شرایطو دقیقه ارزونه کوي هغه چې د ځواکونو د ایستلو د پلان د عملي کېدو لپاره اساس دی او له ولسمشر سرهیې هم پرې خبرې کړې دي.
د هغه په وینا دا د ولسمشر پرېکړه ده چې شرایطو ته په پام به ځواکونه له افغانستانه ایستل کېږي.
ډیجیټال ژورنال ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ د تېرې اوونۍ څرګندونو ته هم پام اړولی چې ویلي و، ټول سرتېري به د روان کال تر پایه له افغانستانه وباسي.
خو جنرال میلي ویلي دلته مهم ټکی دا دی چې موږ غواړو په مسؤلانه توګه دغه جګړه پای ته ورسوو په داسې بڼه چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت د حیاتي ګټو د خوندیتوب چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، مسئله یقیني شي.
- نړیوال بانک
نړیوال بانک په افغانستان کې د بېوزلۍ د ستونزې په اړه په خپله وېبپاڼه کې په یوه مطلب کې لیکي، د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق په ګډون له دې هېواد سره د نړیوالو مرستو دوام د میلیونونو افغانانانو د ژوند د ښه کولو او د پرمختیا په برخو کې د لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره ډېر مهم دي.
نړیوال بانک لیکي، د عبدالله زوی چې د میاشتې بهیې ۲۶ ډالره ګټل چې خپله کورنۍ پرې وچلوي اوس بېکاره شوی ځکه د کرونا خپرې شوې وبا د دې هېواد اقتصادي فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي او نهیوازې هغه، بلکې ډېر نور کارګر یې هم بېکاره کړي دي.
د خپل زوی له مرستې پرته اوس ۶۵ کلن عبدالله بېرته د خپلو نږدې خپلوانو پر اوږو بار شوی چې هغه پر نس موړ او ملاتړ یې وکړي.
د نړیوال بانک څېړنې ښیي چې افغانستان کې د کرونا وبا له امله د بېوزلۍ کچه لازیاته شوې ده.
په ۲۰۱۷ کال کې په سلو کې ۵۵ نه په روان ۲۰۲۰ کال ۷۲ فیصدو ته لوړه شوې ده. نړیوال بانکیې د عوایدو کمښت او د خوراکي موادو او نورو اړینو موادو د بیو زیاتوالی عمده علتونه بولي.