په فرانسه کې د هغې پېښې په تړاو د پولیسو عملیات دوام لري چې پهکې يوه ۱۸ کلن سړي د تاریخ له یوه ښوونکي سر پرې کړ.
دا وروسته له هغه چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د تاریخ ښوونکي سامویل پاتي د بیان د ازادۍ پر موضوع په خپل صنف کې زدهکوونکو ته د اسلام پيغمبر ته منسوب کاریکاتور ورښکاره کړی وو.
د پاتي د دې اقدام په نتيجه کې د یو شمېر مسلمانو زدهکوونکو مور او پلار په غصه شوي وو چې ګواکي دا د اسلام پیغمبر ته سپکاوی دی.
د پاتي وژونکی چچنیایي نژاده پېژندل شوی چې په روسیه کې زېږېدلی وو او د پاریس په شمال لوېديځ کې اوسېده. مخکې استخباراتي ادارو دی نهپېژانده.
د فرانسوي ښوونکي له وژنې سره په دې هېواد کې غصه راپارېدلې او ولسمشر امانوئل مکرون او نورو سیاسي ګوندونو دا اقدام غندلی دی.
د کورنیو چارو وزیر جیرالد درمانین د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۹مه نېټه وویل چې په فرانسه کې انلاین د کرکې اچوونکو په اړه ۸۰ تحقیقات روان دي.
درمانین وویل چې چارواکي ګوري چې ایا د فرانسوي مسلمانانو یو شمېر ډلې وروسته له دې ادعاوو چې دوی کرکه خپروي، باید لهمنځه یووړل شي که نه.
فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې پېښې په تړاو ۱۵ کسان نیول شوي دي چې یو یې مخکې په ترورېستي فعالیتونو تورن پېژندل شوی او منلې يې ده چې له وژونکي سرهیې تماس درلود.
په دغو کسانو کې د ښوونځي څلور کوچنیان هم شامل دي چې له وژونکي سرهیې د پیسو په بدل کې د وژل شوي ښوونکي په پېژندلو کې مرسته کړې وه.
روېټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي چې فرانسې غوښتل ۲۳۱ هغه بهرنیان وباسي چې حکومت ورباندې د مذهبي سخت دريځۍ شک لري.
دې وروستۍ پېښې ټوله فرانسه شوک کړې. تر دې پنځه کاله مخکې هم د شارلي ابدو مجلې پر دفتر ځکه حمله شوې وه چې د اسلام پیغمبر ته منسوب کاریکاتور یې خپور کړی وو.